زړه تنګي (Depression) څه ډول ناروغي ده؟ ولې پر اخته کيږي او څنګه ترې ځان ژغورلی شئ؟ (۱ - برخه)
ژباړه او زياتونه: ډاکټر نېک محمد ويال
۱- زړه تنګي (Depression) پېژندنه:
زړه تنګي (Depression) د عصبي سېسټم يوه عامه او پيچلې ناروغي ده. هغه کسان چې په زړه تنګۍ (Depression) اخته وي؛ د بې باورۍ، ناهيلۍ، کمزورتيا، يوازېتوب، خپګان او مايوسۍ احساس کوي. له دې پرته دغه عصبي حالت د ورځني ژوند، خوراک، څښاک، چکر، جنسي اړيکو، ساتيري او خوب پر وړاندې هم ستونزې رامنځ ته کوي. د زړه تنګۍ (Depression) په اړه پيچلې او د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې اغېزمن او ناروغ کس نه پوهيږي، چې د کوم څرګند لامل په اساس په داسې يو حالت کې ګير شوی دی. د څېړونو اړوند په زړه تنګۍ (Depression) تر ډېره ځوان هلکان او پيغلې نجونې اخته کيږي. په امريکا کې شوې څېړنې په ګوته کوي، چې ۱۶ مېلېونه ځوانان او ۳ مېلېونه ستر عمره کسان هر کال په دغه هېواد کې په زړه تنګۍ (Depression) اخته کيږي.
۲- د زړه تنګۍ (Depression) پايلې او اغېزې:
هر کله چې د زړه تنګۍ (Depression) په وخت سره درملنه ونه شي او خپل وروستي پړاو ته ورسيږي، نو ډېرې خطرناکې پايلې له ځان سره لري. شونې ده، چې د زړه تنګۍ (Depression) ناروغۍ له امله يو څوګ خپل ملګري له لاسه ورکړي، دنده خوشي کړي، کورنی ژوند او واده يې له منځه لاړه شي. دغه ناورغي لامل کيږي چې اغيزمن کس د خپل درد او زړه تنګۍ د کموالي لپاره په سختو نشه يي توکو هم معتاد شي.
۳- د زړه تنګۍ (Depression) ډولونه:
زړه تنګۍ (Depression) په ډېرو برخو وېشل کيږي. د ځای، عمر، سختوالي او وخت په اساس يې ډاکټران او طبي پوهان تقسيم بندي کوي. دلته د زړه تنګۍ (Depression) پنځه عام ډولونه درته په ګوته کوو.
- عمده زړه تنګۍ Major depressive disorder: دغه ډول ته پخوانی classic depression هم وايي. په دې حالت کې ناروغ غواړي چې يوازي په تياره کې پاتې شي.
- اوږد مهاله زړه تنګۍ Persistent depressive disorder: په دې ډول کې ناروغان دومره هم تر اغېز لاندې نه وي، څومره چې د زړه تنګۍ (Depression) په لومړي ډول کې وي. د زړه تنګۍ (Depression) دغه دويم ډول ته ځکه اوږد مهاله زړه تنګي وايي، چې ښايي تر دوه درې کالونو هم دوام وکړي.
- له مياشتنۍ ناروغۍ وړاندې زړه تنګۍ Premenstrual dysphoric disorder: د زړه تنګۍ (Depression) دغه ډول يوازې په ميرمنو او نجونو کې رامنځ ته کيږي. هغه نجونې چې بلوغ ته رسېدلې وي او له خپلې مياشتنۍ ناروغۍ څخه وړاندې له خپګان سره مخ کيږي، نو هغې ته د زړه تنګۍ (Depression) Premenstrual dysphoric disorder ډول وايي. تر ډېره د زړه تنګۍ دغه ډول له مياشتنۍ ناروغۍ څخه يوه اونۍ وړاندې پيښيږي.
- د ځينو درملو او نشه يي توکو په اساس زړه تنګي Medication- or alcohol-induced depression: هغه کسان چې د نورو نارغيو له امله درمل خوري، په شرابو عادت وي او يا هم نور نشه يي توکي کاروي، نو د دغه شيانو په خوشي کېدو سره يو ډول د زړه خپګان ورته پيدا کيږي، چې ورته Medication- or alcohol-induced depression وايي.
- د ناروغيو له امله زړه تنګي Depression due to an illness: هغه کسان چې په تېر کې يې اوږد مهاله خطرناکې ناروغۍ لکه سرطان، د زړه ناروغي، ايډز، شکر او نورې تېرې کړې وي، نو ځيني وخت د زړه تنګۍ او مايوسۍ په ناروغۍ اخته او دا حالت د زړه تنګۍ (Depression) د Depression due to an illness په نوم ياديږي.
- د ماشوم له زېږېدو وروسته زړه تنګي Postpartum depression: د زړه تنګۍ دغه ډول هم يوازې په ميرمنو پوري تړاو لري. هغه ميرمنې چې د زړه تنګۍ (Depression) په دغه ډول ناروغۍ باندې اخته وي، نو هرکله چې ماشوم دنيا ته راوړي، هم يې له ماشوم څخه بد راځي او هم يې له خپل ځان څخه. مور نه شي کولی چې په ښه ډول د ځان او ماشوم پلنه وکړي. زمونږ په ټولنه کې دا ډول ستونزې د روحي فشارونو له امله لا پسې ډيريږي او تر ډېره هڅه کيږي، چې د دم او تعويذ په مرسته يې درملنه وشي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، Postpartum depression د د زړه تنګۍ (Depression) يو ډول دی، نو غوره درملنه يې له ډاکټر سره مشوره ده.
نور په دويمه برخه کې .................
وروستي