
داخو څه ناڅه هر څوک وایې چې پاکستان دطالبا نو ملاتړ کوي او دخپلو موخو له پاره یې په افغا نستان کي چګړي ته هڅوي او کله کله داهم په رسنیو کي لولو چي د پخواني ولسمشر حامد کرزي نه دافغانستان په دولت کې په میراث راپاتې شوي بې جلبه دولتي فساد طالبانو ته په دې جګړه کې دبري هیله اوحتی ډاډ ورکوي نو ځکه دسولې وړانديزونه یې نه مني او جنګ ته دوام ورکوي.
رښتیا دادې چې دطالبا نو حکومت درانسکوریدونه وروسته په هیواد کې سوله او امنیت ټینګ نشول. طالبانو دلته او هلته په کورنیو اوبهرنیو سر تیرو او دهغوي په اډو تیت او پرک بریدونه کول چې ورته بهرنیو کار پوهانو دطالبانو دتیت اوپرک کېدو او دهغوي تر منځ دناهیلی دنښو او نښانو په سترګه کتل.په پیل کې یې د ډیو رند کرښې ته څیرمه دافغانستان په سرحدي ولایتونوکې دنظامي تمریناتو له پاره کمپونه جوړ کړل اوپه همدې ځای کې یې خپلو لیکو ته دسر تیرو جلب او جزب هم پیل کړل.په ۲۰۰۳ میلادې کال کې طالبان په دې بریالي شول چې دوه سوه کسیز منظم نظامي ټولګي جوړکړي او په کورنیو او بهرنیو نظاميانوډله یېزبریدونه هم وکړي. په دي ټوګه دجګړی کرکټر بدل شو چې دځینو په نظر د بهرنیو په وړاندې دطالبلنو منظمه او دځینو په نظر سمه دمه کورنې جګړه ترې جوړه شوه. دالمانې ويکېپیډیا له مخې د امن او پرمختګ له پاره دنړیوالې شورا په یوه را پور کې چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې خپور شويدي راغلي ديچې طالبانو تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې دټول هیواد په نیمه برخه کې خپل شتون دایم کړ.
ددې پرمختګونوسره سم په رسنیو کې دا ناندرې هم را پورته شوې چې طالبانو دا دومره ځواک له کومه کړ. کرزي او یارانو یې دطالبانو د ځواکمن کېدو سرچېې یوازې او یوازې دطالبانو سره دپاکستان په مرستو کې لیدې. سمه ده چې پاکستان په سیمه کې دخپلو ګټو دخوندي کولوپه هیله دطالبانو سره مرسته کوياو خپلی موخې ته درسیدو هیلې هم لري،ځکه چې پاکستاني جنرالانو حامد کرزی او دهغه ډیر شریکان د پخوا راهسې سم پیژندلي دي او په خپل لاس یې د آی اس آی په فکری مدرسو، ځنی یې هم په نظامي اډو کې روزلی دي اود ۹۰یمو کلونو په کورنیو جګړوکې یې ازمويلي دي. نوځکه ښه پوهیږيچې پخواني مریدان یې دسیاسي کلتور، حقوقي شعور او ملی غرور نه بې برخې دي، بس تل به په فساد او لوټمارې لګیاوي، ترې ملي سیاستوال جوړیدلی نشي او دخپل هیواد دلوړو ګټونه دفاع کولی نشي، نوځکه پاکستان د طالبانو سره مرسته کوي او دا ډله دجنګ دوام ته هڅوي. اوس اوس مهمه پوښتنه داده چې پاکستان دطالبانوسره څه ډول مرستی کوي،او دڅومره مرستو وس لري او ایا طالبان په دې جګړه کې یوازې دپاکستان په مرسته ډ ډه لګوي او که دحامدکرزي نه را پاتې دولتي فساد او ناوړتیا نه هم ګټه تر لاسه کوي؟ ښه به وې چې په سر کې د طالبنو سره د پاکستان دمرستوپه ډولونو او دهغوي په سیاسي او نظامي ارزښت یو څو کرښې ولیکو.
۱- په پا کستان کې دطالب مشرانو کورونه او د طالب جنګیالیو پټځایونه:
دا سمه ده چې دطالبانو سره دپاکستان د مرستويوه برخه داده چې مشرانو ته یې په خپل هیوادکې داستوګنې امکانات ورکوي اوطالب سرتیريبيا دجنګ نه د تیښتې په وخت ځانونه دپاکستان په خاوره کېپټوي. ددي نښې او نښانې هم شته چې د طالبانو مشران په رښتیا په پاکستان کې اوسیږي،خود طالب جنګیالیو ستره برخه دهیواد په مرکزي اوشمالي ولایتونو کې هم جنګیږي. مخکې مو وويل چې طالبانو تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې دهیواد په نیمه برخه کې خپل نظامي شتون څه ناڅه دایمي کړ. دالمان غږ راډیو په ۱۲/۲/۲۰۱۸ نیټه په خپله آنلاین پا ڼه کې دپنتاګون په حواله لیکي چې:« دافغانستان حکومت دخپلې خاورې په ۵۶ سلنه تسلط لري او پاتې ۴۴ سلنه یې د طالبانو په لاس کې ده». هر څومره چې په هیواد کې د ننه دطالبانو د همیشنيستون سیمې پراخیږي په همغه اندازه یې پاکستان ته د پنا وړلو ارزښت او اړتیا کمیږي او یوازې په هغو سرحدي سیمو محدوديږيچې دطالبانو په همیشنې ولکه کې نه دي.
رښتیا دادي چې بې کچې دولتي فساد، د ولس سره دبې کفایته دولتي چارواکو او وحشي ملیشو بې جلبه ظلم او زور زیاتي خلک له دولت څخه بيزار کړل اوطالبانو ته یې مخه کړه.د مفسدانو اعلی سر قومندان حامد کرزي، ټوله دولتي دستګا او تر اوسه دهغې پا تې شوني یې دډالرواو لوټمارې په نیشه کې دومره ډوب ول چې دخپلو کړو په سیاسي او نظامي پایلو نه پوهیدل او تر اوسه هم نه پوهیږيچې د دوي له خوا ځوریدلي خلک له طالبانو سره یو ځای کېږي، سیاسي بنسټ یې جوړوي، په نظا مي مټو یې بدلیږی،مالېه ترې اخلي، محصول ترې راټولوي او ددوي په زور جنګیږي. د امریکا د پخواني ولسمشر امیتي مشاوره سوزان رایس هم:« حمایت مردم در برخی از منا طق دور افتاده ازین ګرو» مني او دروڼتیا نړیوال سازمان بيا ټینګار کوي چې:«د فساد پرا ختیا بالا خره دطالبانو په ګټه تمامیږي او دا چې حکومت د فساد مخنیوي نشي کولی نو خلک تريبې هیلې کېږي او مخ ترې ګرځوي. هر څه چې حکومت کمزوری کوي طالبان ځواکمن کوي».وينو چې دولتي فساد په افغاني کړکېچ کې دوه دمخې رول لوبوي، له یوې خوا د دولت ملا ماتوي اوله بلې خوا طالبانو سره د خلکوديوځای کېدوزمینه برابروي او له دې لارې دهغوي ځواک زیاتوي او په پاکستان کې یې پټځایونو ته دتیښتی اړتیا اوور سره سم دطالبانو له پاره د دي پټځایونو ارزښت را ټیټوي.
۲- دطالبانوسره مالې او نظامي مرستی:
د طالبانو سره د پاکستان دمالې او نظامي مرستو په هکله په رسنیوکې څه ناڅه هره ورځ یو څه خپریږي،خو دا چې دا څومره پیسې دي او څومره او څه ډول وسلې دي، له دي خپرونوڅخه نه راښکاره کېږي. په دي صورت کېسیاسي فکر خپل ځان دطالبا نو سره د پاکستان د مالي او نظامي مرستو په نیت نه محدودوي بلکې یو څه ژور ځي او ځان دهغه هیواد دمالي او نظامي وس او امکاناتو نه هم خبروي، ځکهچې دا کار تر یوې اندازې پورېديوه کمزوري اټکل امکان په لاس راکوي. رښتیا دا دهچې په پاکستانکې د ننه او له هغه بهر د پنجابي جنرالانو دترور اوشرارت پالنې سیاست په پاکستان اومنطقه کې سولې او امن ته ډیر زیان رسولې دئ، دټولې منطقې داقتصادي پرمختګ په لارکې یې غت خنډ جوړ کړی دئ او خپل هیواد یې هم د غریبې اوبيوزلې په جال کې یرغمل کړی دئ. په ۲۰۱۰میلادي کال کېد پاکستان ناخالص کورنی تولید ۶۵،۱۷۷ملیارده امریکایې ډالرو ته رسیده، کلنې نظامي بوديجه یې ۳۲،۷ ملیارده ډالره وه او دسړي په سر کلني نا خالص عاید یې ۶۵،۱۰۳۱ یا دمیاشتې څه کم ۸۶ ډالره ول. دا په داسی حالکې دئچې پا کستان هم دکورني اړودوړنه له سره وزګار نه دئ اوسر بيره پردې،ترده ځواکمن ګاونډي هیواد، هندوستان سره دکشمیر په سر په دایمينظامي تاوتریخوالې کې هم ژوند کوي،چې دا دواړه یې مالې او نظامي ظرفیتونه تر ډیر فشار لاندېراوړي او طالبانو ته یې دلاسرسې امکان محدودوي. شاید همدا علت ويچې په افغانستانکې د طالبانو سره چا تر اوسه پورې نه غټ پاکستانی توپونه، نه جنګي جټ الوتکېاو نه ټانکونه لیدلي دي او نه پاکستان طالبانو سره دمرستی له پاره د خپلې اردومنظم نظامي کنډکونه افغانستان ته رالیږلي دي. په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د طالب سرتیرو شمیر د ۳۰۰۰۰ په شاو خوا کې اټکل کېده.بلخوا په همدي کال کې دحامد کرزي او دجنګسالارانو د فاسدې دولتي دستګا په ملاتړ اد د طالبانو په وړاندي ۱۵۰۰۰۰ یوازې بهرنی نظاميان جنګیدل. ڼاټو په نړې کې دلوړې کچې مسلکي افسراناو ښه روزل شوي سرباران لري. نظامي تخنیک یې بې سارې دي او سرتیری یې په همدي تخنیک سنبال وو. دافغانستان دملي اردو سره یو ځای یې په ټول هیواد کې ۷۰۰ نظامي اډی درلو دې. کلنی نظامي لګښت یې ۱۴۳ ملیارده ډالره و.د المانې ويکېپیډ یا له دمخې ناټو له ۲۰۰۳ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال وپورې دطالبانو په ضد جګړه کې یو بيلیون ( ۱۰۰۰ملیارده ډالر) مصرف کړي دي. په دومره لښکرو، وسلو او ډالرو خو نه یوازې طالبان ماتیدل بلکې ملاتړیې هم فتح کېده. دطالبانو بخت په دې ښه و چې دا لو ی نظامي ځواک یو وچ کلک فزیکي ځواک و او دا ځواک دانساني احساس، سیاسي کلتور اوحقوقيشعور نه پاک و، دمینې او وينې پروا یې نه درلوده،او په وجود کې یې انساني عاطفه نه احساسیده. پخپل زور نازیده او زوریې کاراوه. دفاسدو لوټمارانو او بشریت ضد جنایتکارانوپه معاشرت کې یې دا فزیکې زور هم بې اغیزې کېده، دفساد په ګرداب کې ډوبيده، دنړۍ تر ټولو ځواکمن نظامي قدرت د فساد په ملګرتیا کې خپلې موخې ته ونه رسیده. دالمان پخواني جنراال او د ناټو د نظامي کمیسیون پخواني مرستیال هرالد کويات د۲۰۱۱ میلادي کال داکټوبر په ۷ نیټه په افغانستانکې د ناټو دنظامي رسالت د ۱۱ کال په مناسبت په خپله وينا کې دا رسالت ناکام وباله. په همدي کال کې دامریکا پخوانی ولسمشربارک اوباما دروانو پیښو په حقیقت پوه شو او له طالبانو سره یې مخامخ خبرو ته غاړهکېښوده. د دواړا لوریو ترمنځ دتماسونو له پاره په قطر کې دطالبانو ساسي دفتر پرانستل شواو په هیواد کې د سولې راتګ ته هیلې راژوندې شوي. خو دحامد کرزی په سروالې دهغه په فساد کې سرګردانې ماشنرې ددي پرمختګونو مخه ډب کړه او په هیواد کې یې دجګړې،د وژلو او وينې تويولو لړی جاري وساتله.د سولې په لور دخوځیدنې مخنیوی دفاسدو چارواکو په ګټه و،ځکه چې د هیواد دي وروستي څلويښت کلن تار یخ څوځله را وښودله چې فاسد جنګسالاران دفساد دجاري ساتلو له پاره دسولې او امن دګډوډولووس لري خو داچېساسي سترګی یې ړندي دي دسولې اوامن د ټینګولو، دښې حکومتولې او دملک دادارې کلتور او ظرفیت نه لري. طالبان له ټولو ممکنو بهرنیو مرستو زیات دخپل مخالف په همدي فساد او بې کفایتې حساب کوي او همدا فساد او بي کفایتی له بل هرچا له طالبانو سره زیاته مرسته کوي.
۳- امریکایې وسلو او پیسو ته دطالبانو لاس رسی:
دا څنګځنې سریزه سړی له یوي خوا یو څه حیرانوياوله بلي خوا دا ګمان هم راپارويچې ګوندې طالبان او امریکایان به یو له بله څه پټ ماملې لري. په دي هکله می له باوري سرچېنوڅخه نه څه اوریدلی دي او نه ميڅه لوستلي دي.د امریکا پیسې او وسلې له نورو، غیر مستقیمولارو، دفساد په مرسته دطالبانو لاسته ورغليدي. شپیګل آنلاین د نړۍ په کچه دالمان معتبره خپرونه په ۲۵/۷/۲۰۱۱نیټه دامریکا ديوه نظامي راپور له دمخې لیکېچې:« امریکا له لسو کالو را په دي خوا د طالبانو سره په جګړه لګیا ده، خو طالبان په غیر مستقیم ډول د واشنګټن له پیسو ګټه اخلي. امریکایان له ډیرو فاسدو شریکتونو سره ماملي کوي او له دي لاری یې په ملیونو ډالره دطالبانو لاس ته ورځي. هغه بيا په همديپیسو وسلې او چاوديدونکي ټوکېاخلي». د امریکا پیسو ته دطالبانو دلاسرسې یوه بله لار داوه چې دامریکا ځانګړو ځواکونو په لرې پرتو سیمو کې د طلبانو له بریدو نه د ځان ساتنې له پاره ځایې زور واکانو ته ډیرې پیسې ورکولې. خو داچې زورواکانو په زور د طالبانو دبریدونو مخه نشوه نیولی نو له امریکایانود ترلاسه کړو پیسو ډیره برخه یې طلبانو ته ورکولهاو په بدل کې به یې طالبانو د څه مودي له پاره په امریکایانو خپله حمله ځنډوله. په دي ډول ماملو کې امریکایې ځواکونه یوازی نه وو،نړیوال انډیوالان یې هم د مشر ورور په لار روان وو. په دي هکلهپه المان کې د هاینریښ بول په نامه بنسټ دخپلو څیړنو په بهیر کېبيامینده چې:« ایساف غلطو خلکو ( جنګسالارانو، دولتي ما مورینو او حتی طالبانو ) ته د پیسو په ورکولو کې لاس درلود.دا پخپل ذات کې یو تضاددی چې طالبان د خپلو لګښتونو لهپاره دنړیوالو نظامي ځواکونو څخه پیسې تر لاسه کوي».
طالبانو ته امریکایې وسلېبيا له نورو لارو په لاس ورغلې دي. دوی ادعا کويچې د وسلو یوه لويه برخه یې په جګړو کې له دولتي سر تیرو نیولې او یوه بله برخه یې هغو سرتیرو له ځان سره را وړې ده چې دملي اردو نه تښتیدلي او له طالبانو سره یو ځای شويدي. کورنیو او بهرنیو رسنیو دهیواد په د ننه کې دوسلو دروان تجارتاو قاچاقوپه هکله هم راپورونه خپاره کړيدي او ويل کېږی چې ځینو دولتي زورواکو او نظامي چارواکوپه طالبانو پریمانه وسلې پلورليدي. طالبان تراوسه په دي هکله چپه خوله پاتي شويدي، خو ځینو دولتي چارواکو دا ماملې افشاکړيدي. دتخار والي ډاکتر محمد یاسین ضیا ويليديچې :« یوشمیر سیمه ایز چار واکي او د پارلمان غړي......نه یوازې په وژلو او تښتولو کې لاس لري بلکې په طالبنو وسلې هم پلوري». او دپکتیکا والي لازیاتويچې:« دطالبانو ۹۰ سلنه جنګي تجهزات د دولتي سرچېنو اوامنیتي ځواکونو دننه منابعو څخه تر لاسه کېږی». دا پورتني واقعیتونه راښیې چې په روانه جګړه کېدولتي فساد له طالبانو سره تر بل هرچا او هر څه ښه او اغیزناکه مالياو نظامي مرسته کوي.
۴- نشیي ټو کي د طالبانو دمالې سرچېنو یوه برخه:
زموږ په هیواد باندي دامریکایانو دبرید يوه پلمه هم دا وهچې دلته به داپین اوچرسو دکرنې جرړې باسياو په افغانستان کې به د نشیې ټوکو د تو لید او قاچاقو نښې او نښانې هم له منځه وړي. خو په راتګ سره یې دواړو، چرسو او اپینو، ریښې وغځولې، پاڼې یې نوره هم تازه شوي، غوټې یې وغوړیدلې، کریې ورځ په ورځ پراخه ځمکې ونیولې، د فساد سره اوږه په اوږه نوره هم پراخید لې او د شپیګل د یو را پور له مخې تر ۲۰۰۵ میلادي کا ل وپورې لس برابره شولې. په دي ډول که په افغانستان کې دامریکایانو دشتون له برکته دولتي فساد په نړی کې دریم مقام تر لاسه کړه، خو د نشیې ټوکو کر، صنعتی کول اوقاچاق په نړی کې د معمولي کچې نه ووتلاو دنشیې ټوکو ټول بازارونه یې تر ۹۰ سلنه وپورې فتح کړل. اوس نو د پام وړ ټکی دادی چې په دي ماملو کې څوک لا س لري ا و ډیره کټه یې د چا لاسته ورځي. دولتي چار واکې اوځني کورنې رسنې تر ډیر حده دا کار وبارپه طالبانو وپورې ټړياو دهغوی یوه مهمه مالې سر چېنه یې ګڼي. خو دچارو بهرني څیړونکي او کار پوهان بيا په خپل وار په دي هکله بل نظر لري. د بيبي سي آنلاین پښتو خپرونې د ۱۳/۵/۲۰۱۸ نیټې خبر له دمخې دافغانستان دبيا رغونې له پاره دامریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په یوه را پور کې راغلی ديچې:« دنشیې ټو کو قاچاق او تولید ډیر کار وبار د دو لت تر کنترول لاندې نا امنو سیمو کېکېږی......په راپور کې راغلی ديچې د بدخشان ارګو، دهلمند نهر سراج، دکنداهار ژړی، او دنیمروز دخاشرود او چهاربولدک ولسوالې هغه سیميديچې دو لت پرې کنتول لري،خو د نشیې ټوکو کار وبار پکې تر ټولو ډیر دي». هالنډې کار پوهه سوزانې تیل بيا دځپلو څیړنو په لړ کې لیکيچې:« دافغانستان لوړ پوړه دولتي چار واکې دفساد له لارې دخپلو شتمنیو د ډیرولو سره عادت شويدي. خو لويه بدبختی داده چې دافساد دنشیې ټوکوله قاچاق سره تړل شوی دی. دنشیې ټوکو قاچاق ځکه دي لوړې کچې ته رسیدلی دی چې دفساد په بنسټ ممکن او ځواکمن شوی دی. په دي مامله کې لوړ پوړی دولتي چار واکي ښکېل دي. دهیواد قضایې ارګان په دي فساد سترګی پټوي، ځکه چې داارګان په خپله فاسد دی.» وينو چېدولتيفساد د نشیې ټوکو تولید او قاچاق ته لار جوړوي او بيا نودواړه اوږه په اوږه مخ په وړاندي ځي او دا هم راښیې چې لوړ پوړيدولتي چارواکي له دي قاچاقو ترهرچا ډیره ګټه تر لاسه کوي. هانډلزبلت،دالمان مشهوره اقتصادي ورځپاڼه، په دي هکله ديوه بل کار پوه، توماس روتیګ، له لیکنو نه د ۲۰۱۸ میلادي کال دمارچ په ۱۹ نیټه دا برخه خپروي:« طالبان دخپل کنترول لاندې سیمو کې د نشیې ټوکو په ګډون دټولو اقتصادي فعالیتونو لار ښوونه کوي، خو دملیاردونو ډیره برخه د بلچا لاس ته ورځي. په دي هیواد کې له ۳۵۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ وپورې کر وند ګر دکوکنارو په کرنه او ۱۵۰۰ نور وګړي یې بيا په تجارت لګیا دي. د واړه ډلې د یوه پیاوړي نظام تر ټولو ټیټ پوړ جوړوي. کر وند ګر په کلیو کېدي کوچنیو سودا ګرو ته اړ دي، له هغوي کریډیتونه، تخمون او پو رونه تر لاسه کوي. کروند ګر پولیسو، زور واکانو اوطالبانو ته د دي له پاره پیسې ورکويچې کرونده یې ژوبله نکړياو کوچني سوداګر بيا د دي له پاره پیسې ورکويچې په سوداګرې کې ورته ستونځي پیدا نه کړی. له دي لارې د نشیې ټوکو دکر اوکوچني تجارت دپیسو یوه لويه برخه دفساد بوديجې ته ورځي. ورپسې منځپوړي سوداګر ديچې شمیر یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ وپورېد.دوی له یوي خوا د ښکتنی پوړ او لوړ پوړ او له بلي خوا د حکومتي چار واکواو تور بازار تر منځ اړیکې ټینګوي او ساتي. دا ډله د ځان دساتنې له پاره لوړ پوړه پو لیسو او د ولتي مقاماتوته پیسې ورکوي.همدا لامل دی چې په ولسوالیو او ولایتونو کې د پو لیسو قومندانې ډیر نوماندان او لوړه بيه لري. په شمال کېدپو لیسو یو قومندان وایې چې:«د نشیې ټوکو پیسې نیغ په نیغه د فساد بو ديجې ته ورځي،نو ځکه ځني پو لیسان دهغوی په قاچاقو سترګي پټوي. پهلابراتوارونو کې د هرويینو جوړول او قاچاق ديوي دوه سوه کسیزی کړی په لاس کېدی. دوی د هیوا د په د ننه کې دترانسپورت، دپولو نه بهر ته د ور تیرولو او د نشیې ټوکو نړیوالو کړیو ته د ور سپارلو چارې په غاړه لري».
توماس روتیګ په یوه بله لیکنه کې په افغانستان کې د نشیې ټو کو د کلني تولید ډالري ارزښت او په هغوی کې دطالبانو برخې ته هم ګوته نیولې ده. دی دملګرو ملتونو د اړوند ارګان په حواله لیکېچې:« په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د تولید شويو نشیې ټوکوارزښت دري ملیارده ډالره اټکل شوی دی چې ۱۶۰ ملیونه ( ۴،۵ سلنه ) یې دمحصول په توګه دطالبانو لاس ته ورغليدي». او دا پاتي ۶،۹۴ سلنه د فاسدو دولتي چار واکو او زور واکو تر څارنې لاندېويشل کېږي او دهغوی په شخصی جیبونو کې لويږی.
وينو چې دطالبانو مالې او نظامي سرچېنې هر څه او له هر ځایه چېوي د دولت دمالې او نظامي سر چېنو پنځه سلنه نه جوړوي. دا یو ټو پیر دي او بل ټوپیر دادی چې فاسد دولتي چارواکي هرڅه چې په زور غصبوي او هر څه چې له هرې خوا ترلاسه کوي خپل شخصی ملکېت ترې جوړوي. په بهرنیو مرستوګیډی اچوي ،پیسې یې په جیبو منډی او وسلې یې حتی په طلبانوهم پلوری، دبيلا بيلو وزارتونو او دو لتي موسسو له کلنیو بود یجو غلا کوي، کانونه او ګمرکونه لو ټوي، قرارداد ونه انحصاروي،دولتي چوکې پلوري، اوسربيره پردي د کال څلور ملیارده ډالره له خلکو بډې اخلي. دکرزی دحکومت په دورو کې فاسدو دولتي چارواکو او د اوسنیو زور واکو شخصي ملیشې همد هیواد په ډیرو برخوکېخلک ارام ته نه پریږدي، باج تری اخلي، وژنې یې او دخپلو کورونو پریښودلو ته یې مجبوروي . پدي ډول دولتي فساد دفاسدانو شتمنی وپړسولې خو دولت یې دمالېبيوسې سره مخامخ او د هغه نظامي ځواک یې کمزوری کړاو له بلي خوایې ډیر خلک له دولته بيزار کړل،چې طلبانو ته یې مخه کړه او دهغوی لیکي یې ځواکمني کړیي . هر څه چې دولت کمزوری کوي په حقیقت کې د طالبانو زور زیا توي، د دولت او طالبانو تر منځ د قواوو په انډول کېدولتيفساد بنسټیز رول لوبوي او له طالبانو سره دادولتيکې فساد له بهرنیو مرستو زیاته اواغیزناکه مر سته کوي.
د طالبان په هکله می په «روهی ويبپاڼه»کې په۱۵/۴/۲۱۰۸ نیټه په کابل کې د سي أی اې دهمکار، ریچ بلي، دا جمله ولوسته چې:« که څه هم طالبان دسخت د ریځې نظر لري، خو یو څه شته، چې دوپه فساد ککړ خلک نه دي»، نوځکه له هر چااوله هرڅه چې هر ډول مرستي په لاس ورځي په شخصي جیبونو کې یې نه اچوي بلکې دګډې ساسي او نطامي موخې په لارکېتري کار اخلي. په ساسي ژوند کېله فساده ځان ساتل او له دي لارې دولسونو باور ترلاسه کول ډیر څه دي، خو هرڅه نه دي. سخت دریځې په خپله یوه لويه ستونځه ده. له ځانه غیر په بل هرچا دکافرحکم یاګمان کول،ځان مرګي بریدونه او دسرک په غاړه د ماینونو ښخول دا ستونځه لانوره هم غټوي، دبيګنا مسلمانانو مرګ اوژوبله زیاتوي ا و دي غم او ستم ځبلي ولس ته د خپل حال او راتلونکې په هکله سوالونه اوتشويشونه را پیدا کوي. سره له دي هم هغه څوک چې پت، سر او مال یې د بي جلبه زورواکو، فاسدو دولتي چارواکو، او وسلوالو ملیشو د غصب، لوټمارې، چپاول، غلا، او نورو ظلمونو او وڅشتونونهپه امن کې نه وي، همدي سخت دریځی ته غاړه ږدي، دپت، سر او مال دساتنی په هیله طالبانو ته پنا وړی. همدا بيوزله او له فساده تښتیدلی مظلومان طالبان ترهغی کچې ځواکمن کويچې، کهدا بهیر په همدي ډول دوام وکړي، په امریکایانو به خپلی غو ښتنی مني. کېدای شی چي د ترمپ د جنګ وزیر، متیس، چې یو پخوانی او پوخ جنرال دی، دکالونو په اوږدو کې په دي راز یو څه پوه شوی وي، نو ځکه دافغانستان حکومت ته مشهوره ورکويچې:« هغه حکومت چې دخپلو خلکو ملاتړ ولري، هیڅ دښمن ورسره مقابله نشي کولی..... دخلکو ملاتړ او رضایت باید دکار لومړیتوبوي». جنرال متیس په دي ځای کې رښتیا وایې او ښی خبری کوي، خو نیمګړتیا یې داده چې بلته ګوته نیسياو بل ملامتوي او پخپله ديوه خیر غوښتونکي دریمګړي دریځ غوره کوي، نوځکه یې دا ښکلی وينا هم بي اغیزي پاتیکېږي او کوم درد نه دوا کوي. جنرال متیس له دي انکار نشي کولی چې امریکا په افغانستان کې دروان کړکېچ بنسټګراو تر ټولو مهم اړخ دي، که غواړی چې په دي کړکېچ کې لږ تر لږهځانته د وړو پوزه جوړه کړي، نوباید د بشر دحقوقو دڅار په سازمان کې دافغانستان د چارو څیړونکې، میر من پتریشا ګوسمن، دا خبرې دزړه په غوږو واوري او په افغانستان کې یې خپلو نظامي قومندانانو ته واورويچې:« په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو قومندانان به دافغانانو په منځکې هغه وخت ډیر اعتبار تر لاسه کړيچې نوموړي د په فساد ککړوپولیسوله قومندانانو او له ملیشه ځواکونو او جنګسالارانو سره اړیکي پریکړي. د دي تر څنګکهچېري دوی دملکې تلفاتو دکمښت په موخه اساسي او ښه اقدامات وکړي او د ملکې تلفاتو پر مهال مناسب جبران او مسولېت ومني، دا به هغه حقیقي بدلون ويچې افغانان به یې هر کلی وکړي». او که نه لک څنګهجي دنیويارک ټایمز ورځپاڼی لیکليدي:« د پنتاګون دغه زوړ خیال چې ګواکې په اډوکې دزیاتو سر تیرو په لرلواو په زغروالو وسیلوکې د هغوی په استولو سره کولی شيچې بد خلک ووژني، اوطالبالن مات کړي یو خیال دی او بس».
په هر صورت نن سبا دغربي نړی ډیرکار پوهان، ژورنالستان او سیاستوال دا منيچې طالبان د خپل سیاسي اونظامي دښمن په لیکو کې داسی ځواکمن ملاتړ لري چې په روانه جګړه کې تر بل هرچااو هرڅه ورسره ډیره مرسته کوي او هغه هم فساد دي.