د جنسي اړيکو پر مهال د انسان په بدن کې دغه پنځه شيان پيښيږي

د جنسي اړيکو پر مهال د انسان په بدن کې دغه پنځه شيان پيښيږي
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
هر کله چې د اسلام د مبارک دين او شرعې مطابق مسلمان هلک او جينې سره وداه وکړي، نکاح شي، نو اسلام اجازه ورکوي، چې د اولاد د پيدا کېدو او جنسي غريزې د پوره کېدو په پاره سره جنسي اړيکې او مقاربت وکړي.

د ميرمنې او خاوند ترمنځ د جنسي يوځای کېدنې يا مقاربت لپاره د اسلام سپیڅلی دين او حنفي فقې ټول اصول او مقرارت په ګوته کړې دي. که چېرې مسلمان خاوند او ميرمن هغه اصول عملي کړي، نو هم به يې کورنی ژوند خوښ وي او هم به يې راتلونکي ماشومان روغتيايي او سالم وي.

په دې ژباړه کې هغه پنځه شيان درته په ګوته کوو، چې د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي مقاربت پر مهال او ترڅ کې د ښځې او خاوند په وجود کې پښيږي.

۱- د خوښۍ ځانکړي هورمونونه ازاديږي Happy Hormones are Released: د جنسي مقاربت په وخت کې د oxytocin او dopamine په نومونو دوه هورمونونه ازاديږي. د oxytocin هورمون لامل کيږي چې خاوند د ښځې او ښځه د خاوند پر وړاندې د مینې احساس پيدا کړي. د دغه هورمون په خوشي کېدو سره د ښځې او خاوند ترمنځ د تېر په پرتله يوه ځانګړې مينه او د نېږدې کېدو احساس پيدا کيږي. همدا ډول dopamine هورمون مغزو ته خبر ورکوي او د مينې تمرکز جوړوي. نو د دغه دوه هورمونونو په ريليز سره ښځه او خاوند دواړه د جنسي اړيکو په وخت کې د خوښۍ او يو بل ته د نېږدې کېدو احساس کوي.

۲-د وينې رګونه پراخه کيږي Blood vessels widen: هغه وخت چې په نارينه او ښځينه کې تناسلي غړي خپل لوړ اوج ته رسيږي، نو له امله يې د وينې رګونه هم پراخه کيږي، چې دا يوه غوره او ګټوره روغتيايي علميه ده.

۳- د وجود کالريی سوځول کيږي Burning Caloriesn: څېړنې ښيي، چې د شپږ دقيقي جنسي مقاربت په ترڅ کې د انسان د وجود ۲۱ کالري سوځول کيږي. نو که چېرې د نيم ساعت لپاره جنسيی اړيکې تر سره شي نو د وجود ۱۰۰ کالري سوځوي.

۴- غضلې غښتلې کيږي Your Muscles Tense: د جنسي مقاربت په وخت ټولې هغه عضلي چې په دې وخت کې په حرکت کې وي، غښتلې او سختيږي. په ځانګړي ډول سره د خاصرې لګن عضلې قوي او غښتلې کيږي.

۵- د زړه ضربان ډيريږي Your Heart Races: جنسي مقاربت پر مهال په روغتيايي ډول سره د زړه ضربان د عادي حالت په پرتله ډيريږي. که څه هم دغه کړنه د ډنګرو او روغو کسانو لپاره روغتيايي ده خو د فشار، شکر او زړه ناروغيو ناروغانو ته وژنکې ده.