
روهي (څلورنۍ/۱۷ د زمري)، د ایران په پلازمېنه تهران کې په يو ورزشي سټډیوم کې د ګازو نلليکې چاودنه کړې ده چې درې کسان يې وژلي دي.
د ايران رسنيو ويلي چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې ده، چې جوړونکې ډله په ورزشي سټډیوم کې د ګازو د نللېکې په ترميم اخته وه.
په خبر کې ويل شوي دي، چې وژل شوي کسان د همدې نللېکې جوړونکې وو.