د امريکا له بنديزونو وروسته د (ډایملر) په نوم جرمنۍ کمپنۍ په ايران کې خپل فعاليت بند کړ

روهي (څلورنۍ/۱۷ د زمري)، په ايران کې د (ډایملر) په نوم د موټرو جوړولو يوې جرمنۍ کمپنۍ تېره ورځ خپل فعاليت او چارې ودراولې.

دغه جرمني شرکت په ايران کې موټر جوړول او همدا ډول يې له نورو ايراني شرکتونو سره تړونونه لرل، چې اوس يې هرڅه پای ته رسولي دي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په رسمي ډول پر ايران بنديزونه ولګول او خبرداری يې ورکړ، چې که چېرې کوم څوګ له ايران سره سوداګري کوي، نو بيا نه شي کولی چې د امريکا له متحده ايالتو سره سوداګري وکړي.

پر ايران د امريکا سوداګريزو بنديزونو افغانستان هم اندېښمن کړی دی. د افغانستان د بهرنيو چارو وزات تېره ورځ ويلي، چې دغه بنديزونه به د ايران او افغانستان او همدا ډول د هندوستان، ايران او افغانستان ترمنځ په چابهار بندر کې سوداګري په منفي ډول وځپي.