مولانا فضل رحمان له خلکو غوښتنه کړې چې په ټول پاکستان کې لاريونونه وکړي

روهي (څلورنۍ/۱۷ د زمري)، د پاکستان يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو تېره ورځ د دغه هېواد د ټاکنو کمېسيون پر وړاندې لاريون کړی او د ټاکنو په اعلان شوې پايلو يې اعتراض درلود.

په دغه لاريون د پاکستان مخکښ ګوندونه؛ مسلم لیګ نواز، د پاکستان خلکو ګوند، عوامي نېشنل، قومي وطن، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي او نېشنل ګوندو او نور شامل وو.

د متحده مجلس عمل ګوند مشر مولانا فضل رحمان له خلکو غوښتنه وکړه چې په ټول پاکستان کې د ټاکنو د پايلو او درغليو په اړه پراخه لاريونونه وکړي.

نوموړی ټينګار کوي، چې د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، د سياسي ګوندونو په شمول دي پاکستانی ولس لاريونونه وکړي او خپل غږ دې پورته کړي.

فضل رحمان دا هم ويلي دي، چې په پاکستان کې ټول سياسي او مذهبي ګوندونه دغه ټاکنې ردوي او دا ټاکنې د خلکو په هيلو او ملي ګټو باندې بريد وو.

د پاکستان د تېرې مياشتې پارلماني ټاکنو د عمران خان تحریک انصاف ګوند بريا ته نېږدې کړی، چې نور سياسي ګوندونه يې پر وړاندې ولاړ دي او په دغه ګوند د درغليو تور پوري کوي.