نور ګونګي شوم

خواته یې ورغلم سترگي یې پټي کړي وې یوه ډکه ګونۍ یې ځانته بالښت کړې وه او په خورو شګو يې د توشکي خیال کړی وه لکړه یې لاس کي ټینګه وه ځان یې اچولی وه. سپین ږیری وه، زړه مي ډیر دده د حالت په لیدو ویني شو ، ږغ می ورباندي وکړ بابا جانه! غږ یې راته وه نه کړ بیا مي ورته وویل : بابا جانه ! بیا یې هم څه راته وه نه ویل اخر ځل مي وښوراوه دوه واري مي ورته وویل بابا، بابا!

دا ځل یې یوه کلمه تر خولي راووته وې ویل: څه غواړې نه وینې چي قیامت ته نور شیبې شمارم ډیر نږدې دي. شا وخوا مي وکتل لري کورونه ښکاریده خو خلک نه ، زه هم حیرانه شوم ځان سره مي وویل دا نو څه واي.

ورته ومي ویل بابا خوب ویني پاڅه ماته وګوره وې ویل: دومره مي ژړلي چي نور مي په بڼو درد دي سترگي نشم لوڅوی نشم درته کتی پریمیږده، ځه ولاړ شه. سترگي مي اوبلني شوې. ورته ومي ویل زه له ډیري مودې ورسته خپلي سیمي ته راغلی یم دا خو راته ووایه چي ولي دي راته وویل چي قیامت ته نور شیبې شمارې؟

سر یې راپورته کړ په غوسه یې راته وویل: هره ورځ چي د خدای بنده ګانو خدای هیر کړ د یو بل ژوند یې واخیست او د یو بل ویني یې وڅښلی دا به دقیامت ستري علامې وي، زه رښتیا درته وایم دا چي دلته میږی هم نه ښکاری ځکه، کلی دي د بیګناهو په سرو وینو لمبیږي. د لاس غوټه مي په ځمکه ولویده نور مي اه هم تر خولې را ونوت ګونګی شوم.