
ژوند مو د ۲۱ پیړۍ په څپو کۍ لامبو وهي خو خبر نه یو چې څه ته ارزښت ورکړو او رښتینۍ لار څنگه خپله کړو .هغه څه چې موږ یې حق لرو او نور یې حق لري څنگه یې د ځان او د بل کړو. په ځانگړي توګه ښځه چې زموږ د ټولني د خدای بنده گانو (نارینه )په خپل فکر د بد بختیو سیل گڼلی او د ناقص العقلي نښان یې ورته پر روح مهر گرځولی چی له منځه وړل یې سخت خو ناممکنه نه دي.
کورنۍ دیوي ټولني کوچني برخه ده ولي اغیزه یې پر ټولني نشو کولای لږ وبولو .که د کورنۍ له لوري ښځه وستایل شي د ټولني له لوري ستایل کیږی که یې ژوند ته، زده کړو ته، هیلو ته، فکر ته، کړنو ته او خوښیو ته ارزښت ورکړل شي نو هغه اصلی مفهوم به د ښځي په ښځي کي پیدا کړل شي. خو له دریغه زموږ ټولنه لا ښځه په هغه اصلي مفهوم نه ده پیژندلې.
کولای شو د ځنيو لاملونو څخه یې یو هم کلتوري نیمګړتیاوی وبولو چې (غمی یې ډبره ) ذهنو ته معرفی کړی دی . ښځه کړیږي ځکه د خور ، مور، لور او ملګری له نړۍ لري په یوه تیاره نړۍ کې د سختو شپو بارونه وړي او د نارینه لاس ګرځانده ګرځي، ځکه هم ورته د کور ساتونکې ، پاکونکې هم روزونکې هم د پټیو بزگره او هم شپونه ده .خو بیا هم هغه څوک (ښځه) چې د نارینه او ښځینه دواړو تر کارو تمامه ده لوړو څپو ته یې د پرمختګ لپاره کار نه کیږي لا تر هغه زیات یې د وخت په سختو ځنځیرو کي ښکیل کوي او د حق غږ ته یې غوږونه کاڼه کوي . زموږ په ټولنه کي که ښځه د تعلیم لار خپله کړي بیا هم هیڅ ده ځکه د زده کړو په نیماي کې د نوي کور مسولیت او د کړاونو پیټی ور پر سر کوي .که زده کړه بشپړه کړي په لار او دفترونو کي د جنسي نه زغمونکو غوښتنو سره مخ کیږي چې اند یې لا ډارونکی دی. له قران او حدیث څخه را پاتې دي که مو ضرري څیز په لاره ولید خو له قصده مو لیری نه کړ اوبل څوک پري ژوبل شي نو لویه ګناه ده. له دې نه باید هر مسلمان دا الهام واخلي چي د ټولنې هر ضرري څیز که مادي وي او معنوي د وګړو له لاري لري کړاي شي. هره ستونزه د ښځو لپاره هغه ضرري شی دی که ولېدل شي او لري نه شي نو د ګناه په دام کی ځان ښکیل کول دي. زموږ نننۍ ټولنه د نارینه وو ده، نو حق دي چې نارینه همد ښځو سربیره د ښځو حقوق باندي ځان پوه کړي او په ورکولو کي یې تیری ونه کړي ځکه ښځه د خدای له لوري هغه ارزښتمنده ډالۍ ده چې کاڼي زړونه نرموي او ځان د صبر او زغم په سیند کې بیړۍ ګرځوي او خپل د رحم څخه شمیر شمیر زرغونوي .