
(کال۱۳۹۶)
مازدیګر وو د لمر نیم مخ لا د غرو تر شا نه وو پټ چي یو پوخ او په تن پیاوړی سړی وغوښتل له کوره بهر راووځي او د مازدیګر تازه هوا واخلي. له کوره یې یو څه لري د تفریح پارک وو هغه ته ور روان شو لا ور رسیدلی نه و، چي د ونو ساړه سیوري ورسره مله شول. له یو څه تګ څخه ورسته پارک ته ورسید. د دې پارک طبیعي ښایست د هغه روح په نڅا کړه د لویانو او ماشومانو د مسکا ډکو خولو د هغه ګونځ تندی ورین کړ. یو څه موده پاتې شو او د دې ځای له ښایسته یې خوند واخیسته. کله چي یې بیرته کورته مخه کړه او سړک ته راورسیده د سړک پر څنډه وه چي غوښتل یې هغه بلي غاړي ته یې ځان واوړي؛ لا نه وو اوښتی چي یوه موټر په خپل تیز تګ سره د هغه جامي ناولي کړې. د موټر دي کار د ده اخیستې خوشحالۍ باد ته ورکړه او ناچاره یې ځان د کوڅې د سر بمبې ته ورساوه . دلته هم بیرو بار وو.د اوبو بمبه د ماشومانو او نوي ځوانانو په ګڼه ګوڼه پټه وه تر څو چي ده ته وار رسیده دي هم په یوه تیږه کښیناست او تم پاتي شو. هر څوک د کور د یوه غړي سره یو ځاي د اوبو د ستل او ډبو په ډکولو بوخت وه او د یوبل په مرسته سره یې تر ځایه رسول.
د سړي یوه ۱۵کلن کوچنی یې تر سترګو شو، چي هم یې ستل خپله ډک کوئ او هم یې په یوازي ځان وړئ لا په نیمه لار کي و چي سړي ځان یې هیر کړ او هغه ته یې ور منډي کړې او وې دروئ هلک یې خواته مخ راواړوه ورته وې ویل: کاکا جانه خیرت خو دي! سړي ورته وویل: خیرت دی ګرانه غواړم مرسته درسره وکړم. هلک هم څه ونه ویل او په ګډه سره روان سول.سړی ځني و پوښتل داسی ښکاری چی یو غښتلی ماشوم یې دا راته ووایه چي څنګه په یوازی ځان اوبه وړی خور یا ورور خو در سره په څنګ کي نه معلومیږی؟ هلک لکه د لویانو په څیر سړه ساه ویستله او په ګونځه ټنډه یې سړی ته وکتل نور یې څه ونه ویل. دا وو چی له یوڅه تلو ورسته یې ورته وویل نور بس دي له مرسته دي مننه کوم دا مي کور دي . سړی هم ستل پر ځمکه کیښود سترګي یې دده کور ته ورواړولې دکور په لیدو د سړي سترګي یخی پاتې شوې ستونی یې را ډک شو څه یې و نه ویل او د خپل کور په لور را روان شو . او د هلک په فکر کي ډوب شو . سړی لومړی د هلک همت ته حیرانه شو کله چي یې ده ته خپل د پینو څخه ګنډلي خیمه د کور په نوم یاده کړه. ډیري خبري یې ورسره ونه کړي خو هلک سړی د بیا کتو لپاره ځانته لیواله کړ . ددې ورځي شپه ورباندی تیره شوه سهار شو ددې شنه سهار مازدیګر ته یې شیبه شمیرله چي بیا له هلک سره وګورې . مازدیګر شو او هغه د پروند په وخت یې د هلک سره ولیدل دا ځل نو یو څه یو بل ته پیږندل شوي وه سړی ترې وغوښتل چی یو څه وخت له ده سره تیر کړي هلک هم ورسره ومنله او دواړه د یوې وني سیوري ته کښیناستل . لومړی یې تری وپوښتل چی نوم دي څه دي په غواږه اواز یې ورته وویل (تړون) . نوم یې د سړی ډیر خوښ شو . بیا یې هغه د پروند سوال ځني وپوښتۍ چي ته ولي اوبو وړلو ته یوازي راځې .ورته وې ویل چي کاکا جانه زه یوازي یم نه خور لرم او نه هم ورور یوه مي مور ده د یوې زړې انا سره . بیا یې ورته وویل نو پلار دي څنګه یاد نه کړ .ټړون وویل :پلار مي ماین پاکي کي کار کوئ زه لا کوچني وم د خبرو نه وم شوی چي د ماین په یوه چاودنه کي یې ځان د لاسه ورکړ او خپل د سر سیوری زما څخه د تل لپاره لري کړ . دده ویرجنو خبرو سړی ډیر خفه کړ ځکه په هره خبره كي یې یو درد وو هلک له عمره کوچنی وو خو د خبرو څخه یې څرګندیده چي د وخت ځنځیرونو یو لوی سړی ځني جوړ کړي دي.هلک چی خپل خبری خلاصي کړی سړی ته یې وویل کاکا ما یوازي د ځان په اړه درته وویل خو ته راته ووایه چي ستا نوم څه دي ؟ سړی ورته وویل: (کریم صادق) هلک وویل د هلکانو له خولې مي اوریدلی فکر کوم چی همداسي یو نوم د کرکټ په ملی لوبډله کي هم شته کریم ورته وخندل او وي ویل که زه هماغه واوسم تړون هم ورته وخندل په لاس کي نیولې تیږه یې ورو په ځمکه وغورځوله وې ویل ښه ټوکه دي کړه. کریم ته یې په دې خبره خندا وروسته نور یې څه ورته ونه ویل کرا کرار ماښام کیده کوچني تړون وه ویل کریم کاکا زه باید نور ولاړ شم کریم هم ورته وویل سمده تړون خپل په لاره ولاړ او کریم هم د خپل کور په لور مخه کړه .په کور کي یې له ځان سره فکر وکړ که زه ده ته یو د اوسیدو کور جوړ کړم له سختو ورځو څخه به یې ژوند راوباسم . شپه تیره شوه سهار شو .کریم له ملګرو سره ولیدل ورته پیښه شوې کیسه یې له مګرو سره شریکه کړه او خپل د تصمیم په هکله یې له هغو سره مشوره وکړه هغوی هم ورسره ومنله په ګډه دې کار ته په هڅه کې شول . د تړون سره کریم لیدل خو په دې هکله یې څه ورسره نه ویل .شپږ میاشتي تیرې شوي یوه د اوسیدو نمره یې په دې موده کي واخیسته او یو وړکی کور یې په کي بشپړ کړ .یوه ورځ کریم ،تړون ته وویل راځه زه نن تاته یو څه در ښیم تړون ورته وویل سمه ده په لاره روان شول په خبرو یې پیل وکړ نن هغه ورځ وه چی باید کریم د ځان په اړه رښتیا ورته ویلي وای او خپل اصلی شخصیت یې ور وپیژودلی وای کله چي تړون پوه شو چي دي په رښتیا همغه د ملی لوبډلي کریم صادق دی هک هیرانه پاتي شو خوښ شو له خندا یې وړوکې خوله نه ټولیده . بیا یې ورته وویل چي زه غواړم تاته یو څه ډالی کړم د کاکا یا هم مشر ورور په صفت تړون چی هغه له ځانه مشر ګڼي ورسره ښه يې کړه .کله چي یوه نوي جوړ شوي کور ته ورسیدل تړون وویل دا نو چیري راغلو کریم ورته وویل دا ستا کور ته راغلو تړون حیران ورته وکتل وې ویل داڅه واې . کریم وویل کله چي په لومړي ځل ستا سره ستا تر څیری ګنډل سوي خیمه ولاړم او هغه ته تا په کور ویلو سره زما د ملګرتیا غوښتنه ستا سره ډیره شوه . د ویر ډکې نړۍ دي زما په زړه هیله ژوندۍ کړه او اوس مي تاته ددې کور په جوړوو هماغه هیله پوره شوه . تړون ددې خبري په اوریدو ډیر خوشحاله شو په تمه پاتي نه شو ځا ن یې تر خیمه ورساوه مور او انا ته یې قصه وکړه ملګري یې خبر کړل هر یو چي مخه ته ورته خپل خوشحالي او لامل یې ورته ویل . دا وو چي . د ډیرو وګړو تر خوږو خبر ورسید ان رسنۍ خبري شوې او د کریم صادق د کار ستاینه یې وکړه د دي کار د کولو د انګیزه پوښتني یې ورڅخه وکړه چي ځواب یې یوازي له یوه یتیم ماشوم او بې وزله کورنۍ سره مرسته وه .