د نړۍ هېوادونو ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری

روهي (درې نۍ/۱۶ د زمري)، د ولسمشر ټترمپ به مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو حکومت نن ورځ په رسمي ډول پر ايران سوداګريز بنديزونه ولګول.
ټرمپ د نړۍ هېوادونو او انفرادي سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې هر هغه څوګ چې له ايران سره سوداګري وکړي، نو بيا نه شي کولی له امريکا سره سوداګريزې اړيکې ولري.
 
د دغه بنديزونو وروسته ولسمشر ټرمپ ټوېټ ولېکل، "پر ايران باندې بنديزونه نن ورځ په رسمي ډول ولګېدل. دا د لګول شويو بنديزونو سخت ډول دی او په نومبر کې به د بنديزونو بل پړاو پيل شي. هر هغه څوګ چې له ايران سره سوداګري کوي، نو نه شي کولی له امريکا سره سوداګري وکړي. زه د نړۍ د سولې په لټه کې يم!"

په دغه بنديزونو کې د ايران د موټر جوړولو په صنعت، د ډبرو سکارو او نورو سوداګريو باندې محدوديتونه لګول شوي دي.