د افغانستان په شمال کې «طالبان» او «داعشيان» د پاکستان او سوريې اتباع دي؟ او که د «جمعيت» او «جُنبش» غړي!؟

له تېرو دريو ـ پنځوکلونو څخه را په دېخوا آن د حامد خان «کرزي» په سويې او «شمالي ټلوالې»، « جمعيت»، د « نظار شورا»، د « ملي ـ اسلامي جُنبش » + « ملي ستم » ( «کنګره ای ملي» )، + د حاجي محمد «محقق» د «وحدت انقلاب اسلامي» + د نادر « منصور » ډلې، د امرالله «صالح» د «روند سبز» او د تاجکستان په سرحدونو کې پراته روسي وسله وال ځواکونه ، په کابل کې د روسيې ځانګړي استازي کابلوف او ځينو نورو بهرنيو هېوادونو دا ډنډورې او تبليغات وکړل ؛ چې ګواکې « داعش » په سوريې کې ماتې وخوړله او بيا د هوا، وچې او بهر له لارې پاکستان او افغانستان (ننګرهار ، کونړ ) ته او بيا د هېواد شمالي ولايتونو ته په ځانګړو ناپيژاندو الوتکو کې انتقال کړای شول ...! خو په دې اړه دقيق او ثُقه(مُستند ثبوتونه) معلومات له هېچا سره نه وو!!

خو کله ناکله دا آوازې هم خپرېدلې او راپورونه ورکول کېدل ؛ چې د هېواد په شمالي ولايتونو (کندوز ، بغلان، تخار، بدخشان، بلخ، جوزجان، سرپُل، سمنګان، فارياب کې، د «جمعيت» او «جُنبشيانو » وسله والو (قوماندانانو ) ترمنځه وسله والې نښتې او ټکرونه کېږي ...!

خو په لنډو تېرو ورځو کې چې عبدالرشيد «دوستم»، صلاح الدين «رباني»، احمد ضیا «مسعود»، حاجي محمد «محقق»، انورالحق «احدي» او ... د ترکيې په استانبول کې سره غوږ په غوږ شول او د «افغانستان د ژغورنې ائتلاف» يې غلی غلی زمزمه کاوه او تېره اونۍ يې په کابل کې په رسمي او علني ډول د خپل موجوديت اعلان وکړ ...!!

او ور سره جوخت د جوزجان ولايت د درزاب په ولسوالۍ کې (۲۵۰) تنه وسله وال، په اصطلاح « داعشيان » (ځايي وسله وال چې په حقيقت کې د هغو سيمو د پښتنو د ځپلو او له منځه وړلو په منظور مُسلح شوي او د درزاب اوسېدوونکي وو؛ د هغوی د قوماندان حبيب الرحمن او د هغه د مرستيال (مفتي نعمت الله) په ګډون ( چې پخوا «جُنبشيان» وو ، بيا «طالبان » شول او ورپسې «داعشيان» شول !؟) او اوس (له وسله والو «طالبانو» سره په جګړه د احتمالي ماتې په صورت کې او د «دوستم» د راتګ، د «جمعيت»، «جُنبش» او د «وحدت» د ائتلاف نه د ملاتړ په خاطر ) دولت ـ د جوزجان د ولايت مقام ته تسليم شول. او هم مهاله په کندوز کې د وسله وال پوځ په چاڼيزو عملياتو کې د کندوز د « داعشيانو » ( د خپل سرو وسله والې ډلې مشر عبدالمنين «صمدي» ) چې د « متينګ » په نوم شُهرت لري ؛ د کندوز د خان آباد په ولسوالۍ کې دستګير شو ...!!

دا فکټونه او لاسته راوړنې د سړي ذهن ته دا فکر تداعي کوي ؛ چې که په : لوګر، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د پاکستان د «آی.اس.آی» له ملېشو څخه جوړ شوي« داعشيان» او يا ...!!؟؟ « داعشيان» موجود وي !؟ زه څه ویلی نشم !؟ خو د افغانستان په شمالي ولايتونو کې « داعشيان » د («جمعيت»، د «جُنبش»، د «نظار د شورا»، «ستم ملي يا کنګره اې ملي» او د «وحدت» د حزب ځايي زور واکي ، قوماندانان او وسله وال کسان دي ؛ چې د « داعش » له تورو بيرغونو او د مخونو له « نقابونو » څخه خلکو او دولت ته د خپلو رهبرانو او بهرنيو سلاکارانو په لارښوونو سرخوږی او ستونزې جوړوي او پېښوي!!

د دغو دوو تنو داعشي قوماندانانو هويت او شُهرت څخه معلومېږي؛ چې په دوی کې هېڅوک د چېچن، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، سوريې او عراق اوسېدوونکی نشته! خو همدا «داعشيان» پخوا «جُنبشيان» او «جمعيتيان» وو ، بيا «طالبان» شول، ورپسې «داعشيان» شول او دادی اوس بېرته د دولت تر وزره او لمنې لاندې خپل سرونه خوندي کوي ، خپل ځانونه ژوندي ساتي، وسلې او شتمنۍ مصؤنې (تضمينوي) کوي او له دولت څخه مادي او معنوي امتيازونه اخلي !!؟؟