د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لومړ وزير څوکۍ ته خپل نوماند وړاندې کړ

روهي (دوه نۍ/۱۵ د زمري)، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې له بريا وروسته خپل مشر عمران په رسمي ډول د پاکستان د لومړي وزارت مقام ته نوماند کړ.

دغه ګوند نن ورځ په رسمي ډول سره اعلان وکړ، چې عمران خان به د لومړي وزير څوکۍ د اخېستو لپاره ودريږي.

په تشريفاتي ډول د دغه ګوند يو غړي شاه محمود قریشي عمران خان د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند معرفي کړ او د دغه ګوند ټول هغه غړي چې پارلمان ته يې لاره پيدا کړې ده، پر خپل ځای ودرېدل او دغه وړانديز يې قبول کړ.

عمران خان اړ دی، چې د لومړي وزير څوکۍ د اخېستو په پار له يو شمېر نورو وکيلانو او يا هم سياسي ګوندونو سره ائتلاف وکړي، ځکه چې د نوموړي ګوند په غوڅ اکثريت سره د پارلمان څوکۍ نه دي اخېستي.