
روهي (دوه نۍ/۱۵ د زمري)، د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو حکومت پر ايران نوي بنديزونه لګولي دي، چې لومړی پړاو به يې سبا پيل شي.
دغه بنديزونه د ايران د اوسپنې او سکرو سوداګري، د ايران د موټرو جوړلو صنعت او نور تجارت په بر کې نيسي چې په اقتصادي ډول به ايران له فشار او ستونزو سره مخ کړي.
د بنديزونو له اعلان سم ولسمشر ټرمپ دا هم ويلي دي، چې چمتو دی ترڅو له ايران سره يو بل تړون وکړي، په کوم به چې يې د ايران مضر فعاليتونه بند وي.
ټرمپ بيا ځلې ويلي دي، چې له ايران سره د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي هوکړې ځکه بهر شو، چې هغه يوه احمقانه پرېکړه وه او ايران په کې ناوړه ګټې تر لاسه کړې وې.