عندليب تالاش دير
تا چې قط کړلې اشنا د بڼو څوکې
په سلګو کې مې لاهو کړې د غم کوکې
خپل خواهش مې د خلوت پړده پټ کړ
چې هستی مې د ارمانه وه وړوکې
نن دې مات سانګونه نه ژاړی دنيا ته
چې په وينو ي سرې کړې وې مخوکې
يا دا غله ډير زورور دی يا ړانده دی
په رڼا ورځ مې کوی له کوره شوکې
عندليب ځکه دې ښار کې رسوا ګرځم
چې په چړ غوښتو مې وليدې ملوکې
وروستي