په بنګلاديش کې د امريکا پر سفيرې وسله وال بريد شوی، خو نوموړې روغه ترې وتلې ده

روهي (دوه نۍ/۱۵ د زمري)، د بنګلاديش په پلازمېنه دکه کې د امريکا متحدو ايالتو د سفېرې پر موټر وسله وال بريد کړی، خو سفير ترې ژوندۍ وتلې ده.

چارواکي وايي، چې بريد د شپې ناوخته د يو شمېر موټرسايکل سپارو له خوا شوی دی، خو د سفېرې د موټرو کاروان سيمې پرېښودلې ده.

بنګلاديشي مسوولينو ويلي دي، چې بريد هغه وخت شوی، چې یو شمېر لاريون کوونکو په سيمه کې لاريون کولو او د مارشا برنیکئت موټر له سيمې تېرېدو.

تر اوسه د دغه بريد تر شا د لاس لرلو په اړه مالومات نه دی ورکړل شوي، او څرګنده نه ده چې ولې د سفيرې پر موټر بريد شوی دی.