بې اجله مرګ

 بې اجله مرګ
زماګران ملګریه !
باوروکړه چې زه ستادبیلتون نه
هېڅ ویره نه لرم
اونه به مې زړه درپسې ودردېږي
نه به درپسې وژاړم
اونه به مې په سترګوکې اوښکې راشي
ښه په ډاډه زړه رانه لاړشه
زه لا دخوښیوپه سمندرورګډېږم
اوخوشحاله یم
ځکه زه په همغه ورځ
دهمدې پېښې په سبب
په دې دنیاکې خپله وروستۍ شېبه تېروم
اوددغه خبرپه اورېدوبه
ستادتګ نه وړاندې
زه مړشوی وم
۱۳۸۹-۵-۱۳جلال ابادښارصفاراډیو
شاعرته دشاعرډالۍ