
روهي (دوه نۍ/۱۵ د زمري)، په سويس کې هغه الوتکه چې د دويمې نړيوالې جګړې په وخت کې کارېدله او اوس وخت په کې سيلانيانو چکر وهلو غورځېدلې ده.
د دغه الوتکې د غورځېدو په پېښه کې شل کسان وژل شوي دي، چې ۱۱ نارينه او ۹ په کې ښځې وې. د الوتکې د غورځېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
چارواکي وايي، چې الوتکې په هوا کې له کوم بل شي سره ټکر کړی او يا هم د کومې تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.
پولیس وايي، چې الوتکه په داسې يوه سيمه کې لوېدلې ده، چې پلټنې کول په کې ستونزمن دي او په همدې اساس مالوماتي توربکس هم ورک دی.