غزل



 
څه لمــــبه ديدن دی څــومراوردی ســـتا په سـترګوکــې
څومره چې چوپتیاده هومرشوردی ستا په سترګوکــې
شــــونډو کـــــې مې راوړې دمــــچکـــو زولنـــــې ورتـــه
پاتي ليونتوب څومره لا نور دی ستا په ستــــرګــوکــی
ســـتــا ددې رســــا او مسيــــحــا کــتـــو به څـــه وايــــــم
هر نظردې تيـــغ دی هم ټکوردی ستا په ســــترګوکـــې
جوړ يـــې دی له خــاوري ارمانونوګـــوره ړنــګ به شـــي
مه ژاړه جـــانانه دچـــا کــوردی ســــتا په ســـترګـــوکــې
پام کـــــړه چـــــې تـــقــــوا به مودشــــرم پکـــې ډوبه شـــي
نن خــــو ډیرسرکشه خمار خوردی ستــا په سترګوکــې
نيـــاز مې اخيـــر ستا دښــــکلا ناز ته لمـــن ويـــړه کــــــړه
وه نازک بدنــــې څومـره زوردی ستا په ستــــرګــــوکـــې
ســــتا په نـــظر پــل اخـــلــــم دژوند په کــږليــــچونـــوکــې
بڼ دارزوګانو مــــې سمـــسور دی ســـتا په ستــرګوکـــې
نور خـــو يـــې دژوند پاتـــي کيـــسه په ســــرور ولمانځــــه
ناست چې له مودو (حسن) میخور دی ستا په سترګوکې

ډاکتر حسن-لندن ٢١/٦/٢٠٠٦

\"\"