د زمانې لور (لنډه کیسه)

ګلرخ یې له څلورو زامنو وروسته پنځم اولاد وه مور او پلار یې خوښ وه چې خدای ورته لور ورکړه. څلور واړه وروڼه یې هم په د خوښ وه چې د یوې نیازبینې خور وروټه شول او د خور له نعمته خدای برخمن کړل. ګلرخ د ټول کور ښاپیرۍ وه ځکه چې د دوی کورنۍ کې بله انجلۍ نه وه نو د ټولو به ورسره ساعت تیر وه. ګلرخ په ډیره ناز ناز د وروڼو مور او پلار لخوا را لویېدله.

وروڼو او پلار به یې کله کله د ټوکې په ډول ګلرخ ته ویل چې تا نه ودوو که تا واده کړو موږ به د خور له نوم بې برخې شو، خو ګلرخ چې ماشومه وه په ناز به ټولو ته وویلې، چې نه نه نه ما ته به خامخا واده کوی.

پلار به یې ورته وویل نه لورې په تا باندې سر سپینوم، ګلرخ به بیا ضد وکړ او په ناز به یې پلار ته وویل، نه نه ما ته به واده کې ښکلې جامې جوړوې ګوتمۍ به راته اخلې.

کلونه تیر شول ګلرخ هم پیغله شوه وروڼو یې درسونه ولوستل خو ګلرخ لکه د کلي نورې نجونې د کلي په جومات کې له لومړۍ سپارې پرته هیڅ زده کړې ونه کړې ځکه چې مکتبۍ کېدل یو شرم ګڼل کیده.

یو وخت یې مهربانه پلار د زمانې په رواجونو پسې ولاړ د ګلرخ له خبرولو او هوکړې پرته پلار یې مشر زوی ته په بدل ورکړه. د ګلرخ ورور چې زده کړې یې کړې وې او پوهیده چې ځان ته د ژوند ملګرې باید په خپله خوښه کړي خو د زمانې د پیغور له امله یې هر څه ته غاړه کیښوده او له خپل پلار سره یې ټول رواجونه قبول کړل.
د ګلرخ ورور له ډیرو ستونزو سره خپل ژوند مخ ته بیولو خو چاره یې نه درلوده له خپلې میرمنې سره یې هر څه منل خو ګلرخ بیا داسې نه وه هغه له یو معتاد میړه سره مخ شوې وه.

هغه ګلرخ چې یو وخت د مور او پلار او د څلورو وروڼو شهزادګۍ وه د ټولې کورنۍ رڼا وه ټولو به ورته د کور مالګه اوبه ویلې هره شپه په اوښکو تیروله.

میړه به یې په نیمو شپو ورک وه چې کور ته به راغی نو د ګلرخ په وهلو او ټکولو به یې ارام اخیستلو. ګلرخ د میړه له ویرې خوله پټه نیولې وه وروڼو مور او پلار ته به یې ویلې چې خوشاله یم او ارامه ژوند لرمه مهربانه خواښې او خسر مې میړه مې مې هم ښه دی.

کال وروسته یې وروڼه او مور پلار د ګلرخ په خپګان خبر شول. پلار به یې خپلې نازولې لور ته ویلې لورې: خیر دی ګزاره کوه څه وکړم اوس خو د په کور نه شم کینولی دا بیا بل شرم دی چې خلک به راپسې خبرې کوي چې د پلاني لور یې بیرته ورته راولیږله خلک به ترې شل خبرې جوړې کړي نو دا ښه ده چې میړه د قبول کړې که هر رقم وي درته ژوندی خو دی همدا به ستا قسمت وي ستا قلم به همداسې وهل شوی وي خدای ته صبر کوه.ګلرخ به چې د مور او پلار کیسې چې واوریدلې ټول غمونه به یې زړه ته وغورځول او ژوند یې تیرولو.

یو وخت یې میړه او کورنۍ له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ شول د ګلرخ میړه مجبور شو چې له هیواده بهر ولاړ شي او ګلرخ په کور کې له خواښې او خسر سره یوازې پاتې شوه. د واده د یو کال له تیرېدو وروسته یې هم د اولاد کوم امید پیدا نه شو چې د زړه سکون یې پرې شوی وای.

میړه یې له پنځه کلونو زیات وخت له هیواده بهر تیر کړو او د راتګ په اړه به یې ګلرخ او کورنۍ ته هیڅ مالومات نه ورکول. ګلرخ له ډیرو کړاونو او ستونزو ډک ژوند تیرولو چې یو وخت سخته ناروغه شوه.

مور او پلار یې پرې خپل ټول وس وکړلو خو د ګلرخ سره قسمت نوره یاري نه کوله ډاکټرانو ورته وویل چې کینسر یې دی چې موږ یې له اندېښنو او سوچونو پرته بله هیڅ علت نه بولو ښه به وي چې د ژوند وروستۍ شیبې یې په کورنۍ کې ورسره تیرې کړۍ. د ډاکټر خبره پر ځای وه چې د یوې لنډې مودې وروسته د څلورو ورڼو شهزادګۍ د کور رڼا یې په ځوانه ځواني کې د ګور میلمنه شوه.