رجب طیب اردغان: امريکا ته مې تر پرونه صبر کولو خو اوس ورته ځواب ورکوو

روهي (يوه نۍ/۱۳ د زمري)، ترکيي ولسمشر رجب طیب اردغان تېره ورځ په پلازمېنه انقره کې يوې ناستې ته ويلي دي، چې د ترکيې حکومت تر پرونه امريکا ته صبر او حوصله کړي خو له دې وروسته به د امريکا کړنو ته ورته ځواب ورکړي.

نوموړي خپل چارواکو ته دا امر هم کړی دی، چې په ترکيه کې د امريکا د عدليې او کورنيو چارو د وزيرانو شته پانګې ګنکل کړي او پرې بنديزونه ولګوي.

رجب طیب اردغان ټينګار کوي، چې له امريکا سره ښې او دوستانه اړيکې غواړي، خو د کړنو په اړه يې بې ځوابه نه پاتې کيږي او په ورته عمل لاس پوري کوي.

ترکيې دغه اقدام هغه وخت وکړ، چې لومړی امريکا څه وخت وړاندې د ترکيې د عدليې او کورنيو چارو پر وزيرانو بنديزونه ولګول.