
روهي (يوه نۍ/۱۳ د زمري)، تېره ورځ د يوې پوځې ناستې پرمهال د وېنزويلا پر ولسمشر (نیکولاس مادورو) بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، اووه پوځيان ټپيان شوي دي، خو نوموړی ترې ژوندی وتلی دی.
بريد هغه وخت شوی چې نیکولاس مادورو په ازاد ميدان کې د خپل هېواد د پوځ د تاسيس په وياړ يوې سترې پوځي ناستې ته وينا کوله.
د نوموړي د وينا پرمهال په اسمان کې بې پيلوټه الوتکه راځي، د نیکولاس مادورو د خبرو د ميز سره نيږدې لويږي او چاودنه کوي.
رسنيو ويلي، چې د الوتکې له لوېدو وروسته د ناستې نظم ګډوډ کيږي، پوځيان منډې وهي او د پېښې له ځايه لوګې پورته کيږي.
تر اوسه کومې ډلې او يا هېواد د دغه بريد مسووليت نه دی منلی، خو د وېنزويلا حکومت د بريد په پړه د نیکولاس مادورو په ښي اړخ مخالفې ډلې اچوي.
وېنزويلا په لاتينې امريکا کې پروت هېواد دی، چې له امريکا متحدو ايالتو سره يې سياسي او ډپلماټيکې اړيکې کړکېچنې دي.