د ډنمارک حکومت يوه مسلمانه ميرمن ۱۵۰ ډالر جريمه کړه او بل ځل يې د ۱۵۰۰ ډالرو جريمې خبرداری ورکړی

روهي (نۍ/۱۳ د زمري)، د ډنمارک حکومت يوه مسلمانه ميرمن په دې اساس ۱۵۰ ډالر جريمه کړې ده، چې په عام محضر کې يې حجاب کړی وو.

دغه ۲۸ کلنې ميرمنې چې نوم يې نه دی ذکر شوی، د حکومت په وينا هغه قانون يې مات کړی دی، چې د حجاب په اغوستو يې بنديز لګولی.

چارواکو دغه مسلمانې ميرمنې ته ويلي دي، چې که چېرې يې بيا حجاب واغوست او له قانون څخه يې سرغړونه وکړه، نو ۱۵۰۰ امريکايي ډالر به جريمه شي.

په دې وروستيو کې د ډنمارک حکومت يو قانون رامنځ ته کړ، چې مسلمانې ميرمنې او نجونې يې د حجاب له اغوستو منع کړې او ماليي جريمه يې پرې لګولې ده.