‎له ممبر څخه د سولې غږ!

‎دا یو څرګند حقیقت دی چې دیني عالمان په ټولنه کې له یوه خاص درناوي او عزت څخه برخمن دي.
‎د همدې دیني عالمانو په برکت سره اسلام مبارک دین په ټوله نړۍ کې خپور شوی ، او انسانان په اسلام مبارک دین مشرف شوي، دا ددې په خاطر هر هغه څه چې دیني عالمان د جومات له ممبر څخه خپروي، د حق غږ
‎دی، او د ولسونو د پاره د منلو وړ دي.

‎نو دا یوه اړینه اړتیا ده که چېرې هر جومات کې هره جمعه، او یا د هر لمانځه څخه وروسته د سولې په اهمیت، او ارزښتونو بحث وشي باور لرمه چې ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه اغېزه به ولري.

‎د بدبختو جګړو د لاسه زموږ هېواد په هر لحاظ ژوبل شوی، ولس مو له تعلیم څخه لرې پاتې شوی ، او دښمن مو د ولس په منځ کې دومره نفوس کړی چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو خلکو اذهانو کې یې تغیر راوستی دی، د افغانستان په حکومت، د حکومت په پروګرامونو یې بې باورت کړي دي ، دې مرموز دښمن تل هڅه کړې چې قومونه یو د بل په وړاندې بې باوره کړي ، زموږ د هېواد دښمنانو تل د افغانانو په منځ کې د کرکې تخم شیندلی ، او له دې موقع څخه یې ګټه پورته کړې‎، د پاکو تنکي ځوانونو له پاکو افکارو یې استفاده کړې ، هڅه یې کړې چې دا ځوانان د تشدد د لارې په افغانستان کې ورور وژنه وکړي، او د نورو انسانانو ژوند واخلي.

‎اوس نو که چېرې زموږ د قدر وړ دیني عالمان ددې ولس د پاره هره ورځ د سولې په مورد خبرې وکړي، د افغانانو او د اسلام د دښمنانو په شومو موخو ولس ته ویناوې وکړي، او هغه کسان چې د افراطي کسانو له خوا د جګړو په لور تشویق کېږي، هغوی ته د اسلام او سولې په اړه حقیقي معلومات ورکړل شي دا اشخاص به له ورکو لارو څخه راګرځي.

‎سوله د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده او په خاطر یې د ټولنې هر وګړی باید مبارزه وکړي. ‎ولې د دیني عالمانو هڅې د سولې په برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې اغېزې لري، په هغو لرې پرتو سیمو کې چې زموږ د هېواد یو شمېر خلکو ټوپک را اخیستی او د نظام په وړاندې جګړه کوي، که چېرې دیني علمان د هغو سره خبرې وکړي، او د سولې په ارزښتونو خبرې ورسره وشي، دا وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې به له جګړې څخه راګرځول کېږي.

‎موږ پوهېږو چې دښمن مو ‌‌‌‌‌‌ډېر ظالم دی تل یې بې دفاع او بېګنا افغانان په نښه کړي ، قومي مشران یې شهیدان کړي، دیني عالمان یې شهیدان کړي د په جوماتونو کې یې بریدونه کړي، ښوونځي یې سوځولي، روغتونونه یې وران کړي، امنیتي ځواکونه شهیدانوي، په افغانانو له هېڅ راز ظلم څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه نه کوي.

‎دا دی تازه د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د شعیه ګانو پر جومات یې برید کړی چې زموږ ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادوالو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې، دا لومړی ځل ندی ، دښمن مو تل په جوماتونو کې لونځ کوونکي په نښه کړي، له دې څخه څرګندېږي چې زموږ دښمنان نه مسلمانان دي او نه په اسلامي عقیده جنګېږي.

‎که چېرې ټول ددې دښمن په وړاندې یو لاس نشو، موږ به لا ‌‌‌‌‌‌ډېر وزورېږو ‎که چېرې هره ورځ حد اقل د یوه ساعت د پاره زموو دیني عالمان د سولې او د نظام د ټينګښت طرف ته ولسونه تشویق کړي، پایلې به یې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ښې واوسي، همدا یې وخت دی چې ټول د افغانستان د آبادۍ ، سوکالۍ، آرامۍ، یووالي، او سولې د پاره ګ‌‌‌‌‌‌‌ډ کار وکړو.

‎د سوکاله، پرمختللي، او سوله ییز افغانستان په هیله