سریزه (Preface):
د "سعر" لغت د ارز په معنا ده، چې په پښتو کې مرکبې بڼې ته يې اسعار وايي. اسعار بهرنیو پولي واحدونو ته وايي. د افغانیو نرخ د یو بهرني پولي واحد هغه قیمت ته وايي چې د افغانیو پر وړاندې يې لري. د تبادلې نرخ د بهرنیو اسعارو له مخې د یو هېواد د پیسو د قیمت څخه عبارت دی. په اوسني اقتصادي نظام کې ربا (Interest Rate)، بدلونونه یا نوسانونه (Fluctuations) او سوداګریز دورانونه (Trade Cycles) یو معمول ګڼل کېږي. اسعار هم د دې امر څخه مستثنی نه دي او نرخونه يې متحول او متغیر دي. د همدې دلیل له مخې د بریټون ووډز (Bretton Woods) په کنفرانس کې چې د ۱۹۴۴ کال په جولای کې تر سره شوه، ملتونو هڅه وکړه، څو د اسعارو نرخونه ثابتې وساتي او پدې کنفرانس کې موافقه وشوه، چې د اسعارو د ثابت نرخ نظام څخه ګټه واخیستل شي. په دې کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره ۳۵ امریکايي ډالره د یو اونس سروزرو سره مساوي وبلل شو. خو د اسعارو په بیو کې بدلونونه دوام درلود او لا تر اوسه د هېوادونو په اقتصاد کې د اسعارو د بیو بي ثباتي بنسټیزه ستونزه ګڼل کېږي.
د اقتصاد علم له نظره د اسعارو په بیو کې بدلون په دوه ډوله؛ یو په قصدي ډول (Deliberate) او بل په اتومات ډول (Automatic or Normal) رامنځته کېږي. ځینې وختونه حکومت قصداً غواړي چې د خپل ملي پیسو بیه را ټیټه کړي، څو لږ تر لږه لاندې درې موخې لاسته راوړي:
عموما په قصدي ډول د اسعارو د بیو ټیټول د اقتصادي سیاستونو د لومړیتوب له مخې صورت نیسي، وروسته د هېواد په سطحه په عمومي نرخونو کې لوړوالی راځي او د تورم (Inflation) د رامنځته کېدو سبب کېږي. په قصدي توګه د اسعارو د بیې ټیټولو تر ټولو ستر مثال د ۱۹۳۰ کال نړیوال اقتصادي بحران په کلونو کې تجربه شوی. په هغه وخت کې د نړۍ نهه سترو اقتصادي هېوادونو د خپل اسعارو نرخونه را ټيټ کړل. په هغه وخت کې هېوادونو د سروزرو معیار څخه سرغړونه وکړه او خپل اسعار يې را ټيټ کړل. په ۱۹۶۷ کال کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) بیرته په خپلې اساسنامې غور وکړ او په قصدي ډول د اسعارو بیې ټيتول يې غیر قانوني وباله.
په اوتومات ډول د اسعارو د بیو ټیټېدل هغه حالت دی، چې د حکومت د مداخلې څخه پرته، د عرضې او تقاضا په پایله کې د اسعارو نرخ ټیټېږي. څنګه چې مخکې هم وویل شول، د یو هېواد د اسعارو په نرخ کې بدلونونه د داخلي او خارجي کالیو په قیمت باندې ژور اغېز لري او د همدې له امله دا موضوع په اقتصاد کې د اهمیت وړ دی. کله چې په یو هېواد کې د اسعارو نرخونه لوړ شي، د هغه هېواد کالي په بهرنیو هېوادونو کې قیمته کېږي او که د یو هېواد د اسعارو بیې ټیټېږي، د هغه هېواد تولیدات په بهر کې ارزانه کېږي. نو ویلی شو چې د اسعارو په لوړ نرخ کې واردات ډېرېږي او د اسعارو په ټيټ نرخ کې صادرات ډېرېږي. د لومړي نړیوالې جګړې (WWI) څخه د مخه د اسعارو په نرخ کې بدلونونه کم وو، خو د لمړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته، په ۱۹۱۴- ۱۹۱۸ کلونو کې د اسعارو په نرخ کې بدلونونه خپل لوړ حد ته ورسېدل. تر هغه وخته چې مالي نظام په سروزرو ولاړ وو، د دوه پولي واحدونو د تبادلې نرخ د دوی د سروزو د محتوا له مقایسې څخه عبارت وو. خو د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په ۱۹۴۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق (International Monetary Fund) رامنځته کېدو سره، غړي هېوادونه اړ ایستل شول، چې د دې سازمان د اساسنامې سره سم د خپلو پیسو ارزښت د سروزرو له مخې تعین کړي. خو په اوس وخت کې، د هر هېواد د پیسو ارزښت د یو بل د اسعارو او یا د اسعارو د مجموعې په وسیله تعین او تثبیت کېږي. همدارنګه، په اوس وخت کې د اسعارو د نرخ تعین د هېوادونو د اقتصادي سیاستونو په اساس ټاکل کېږي.
په دې مقاله کې لومړی د اسعارو مفهوم، په افغانستان کې د پیسو او بانکدارۍ تاریخ، د اسعارو زیرمې، د اسعارو د کنترول سیاست، د اسعارو د تبادلې قابلیت، د اسعارو د ترلاسه کولو زیرمې، د اسعارو مختلف نظامونه او د اسعارو په نرخ اغیزمن فکتورونه د مطالعې لاندې نیسو او په پای کې نتیجه ګیري کوو.
د اسعارو زیرمې (The Currency Sources): د اسعارو زیرمې عبارت دي له؛ د یو هېواد د صادراتو عواید، د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه د پور اخیستل او د یو اړخیزو ورکړو یا بلاعوضه مرستو ترلاسه کول. صادرات په دوه ډوله دي؛ څرګند یا ښکاره صادرات او پټ صادرات. په ښکاره صادراتو کې خام نفت، ګاز، وچه میوه، لاسي صنایع او نور راځي او پټ یا نه لیدونکي صادرات په پنځه ډلو ویشل کېږي؛ په بهر کې د تولید د عواملو عایدات، بهرني مسافران، سفارتخانې او بهرنۍ نمائنده ګۍ، تر لاسه شوي قرضې، د پانګوونې څخه تر لاسه شوې ګټه او د یو اړخیزو یا بلاعوضه مرستو ترلاسه کول.
د اسعارو د کنترول سیاست (The Currency Control): نن ورځ د نړۍ اکثره هېوادونه د اسعارو د کنترول سیاست څخه د اقتصادي پرمختګ او د ثابتې ودې رامنځته کولو لپاره ګټه اخلي. پدې برخه کې مهم اقتصادي سیاستونه عبارت دي له؛ د تادیاتو د بیلانس کسر له منځه وړل، د پانګې د تېښتې مخنیوی، د داخلي اقتصاد څخه ملاتړ، د اقتصادي ودې او پرمختګ رامنځته کول او د دولت لپاره د عواید ترلاسه کول.
د اسعارو د تبادلې قابلیت (Currency Convertibility): د معمول له مخې د یو هېواد د پیسو تبادله د بل هېواد له اسعارو سره په لاندې دوه بڼو صورت نیسي:
د اسعارو د ترلاسه کولو منابع (The Gaining Sources of Currency) : د راکړې ورکړې وړ اسعار په لاندې دوه طریقو ترلاسه کېږي:
د اسعارو نظامونه یا سیستمونه (The Currency Systems) : د پیسو د نظامونو لنډه ارزونه په لاندې ډول ده:
د اسعارو په نرخ اغېزمن فکتورونه ((The Factors Affecting Currency Rate: ډېر مهم فکتورونه دي، چې کولای شو د اغیزمنو عواملو په لیست کې ور اضافه کړو، د مثال په ډول د قیمتونو نسبي سطحه، په یو هېواد کې د اوږدمهال لپاره د قیمتونو د سطحې لوړېدل، د هغه هېواد د پیسو ارزښت د ټيټېدو سبب ګرځي. همدارنګه د قیمتونو د نسبي سطحې ټیټېدل، د یو هېواد د ملي پیسو د ارزښت لوړېدو سبب ګرځي. د نړیوال سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لکه د مالیاتو وضع (Taxation)، سهمیه (Quotas)، په وارداتي کالیو مالیه او تعرفې (Customs & Tariffs) د هېواد د داخلي اسعارو په نرخ اغیزه کوي. د سوداګرۍ د مخنیوي هر سیاست، د کورني تولیداتو د تقاضا د لوړېدو سبب کېږي او په پایله کې د هېواد د پولي واحد ارزښت ور سره لوړېږي. په همدې ډول د بهرنیو تولیداتو په نسبت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول، ددې سبب ګرځي چې په اوږدمهال کې د هېواد صادراتي اقلام ډېر شي او د پولي واحد د ارزښت د لوړېدو سبب وګرځي. د تولید میزان؛ که چیری د یو هېواد د کار تولید او میزان نسبت نورو هېوادونو ته بهتره او لوړ وي، نو د اسعارو د تبادلې میزان هم پکې لوړ وي او همدا د تبادلې لوړ میزان د داخلي کالیو قیمت نسبت بهرنیو کالیو ته ارزانه کوي او هېواد ډېره ګټه لاسته راوړي. کورنیو محصولاتو ته د تقاضا د ډېرېدو له امله د یو هېواد د پولي واحد د ارزښت د لوړېدو سبب ګرځي. همدارنګه، د مرکزي بانک، ماليې وزارت او په ټوله کې د حکومت هر معقول او نامعقول سیاست د افغانیو په ارزښت باندې اغیز لري. د یو هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت هم د اسعارو په نرخ ژور تاثیر لري؛ هر هغه هېواد چې سیاسي ثبات ونه لري، په منځنی او اوږدمهال کې د اسعارو ارزښت یې ټیټېږي.
اوس د افغانیو د ټیټېدو عوامل تر بحث لاندې نیسو:
لنډه تاریخچه(A Brief History) :
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ وخت د پایدار او باثباتې اقتصادي ودې او پرمختک درلودونکی نه وو او همیشه يې په نورو هېوادونو اقتصادي تکیه کړې ده. په حقیقت کې هم افغانستان له پخوا څخه کوم عصري او پرمختللی اقتصادي نظام نه درلود، خو د ۱۹۳۰ کال څخه وروسته افغانستان هم پرلپسې هڅې وکړې څو یو جامع او ګټور اقتصادي نظام ولري. په هغه وخت کې افغانستان د اسعارو د تبادلې یواځې دوه بازارونه (د کابل او کندهار د اسعارو د تبادلې بازارونه) لرل. نه یواځې عامو وګړو بلکې افغان دولت هم ددې دوو بازارونو څخه په ګټې اخیستنې، خپل د اسعارو د تبادلې اړتیا پوره کاوه. د افغانستان د معاصر اقتصاد پلار ښاغلی مجید زابلی او د هېواد اقتصادپوهانو په لومړي ځل هڅه وکړه، څو د افغانستان د مالي او بانکدارۍ سیستم بنسټ کېږدي.
زابلی یو غښتلی متشبث، اقتصادپوه او د بانکدارۍ متخصص وو چې لوړې زده کړې يې په تاشکند کې بشپړې کړې وې او د نادرخان په رژیم کې د افغان حکومت د اقتصادي مشاورت لپاره افغانستان ته را وبلل شو. زابلی د یو بانک د تاسیس کولو وړاندیز وکړ، چې په هغه وخت د عامو وګړو د ذهنیت نه چمتوالي له امله د نادرشاه لخوا رد شو. د ذکر وړ ده چې د امان الله خان په وخت کې هم د بانک د تاسیس وړاندیز رد شوی وو. زابلي د عامه او خصوصي شراکت (Public-Private Partnerships) د میکانیزم په بنسټ د افغانستان لومړی سهامي شرکت پرانیست. نو ویلی شو چې زابلی نه یواځې د افغانستان د مالي او بانکي سیستم بنسټګر دی، بلکې په نړۍ کې د PPP د تیورۍ بنسټګر هم دی. هغه وکولای شول چې د کلونو ذهنیت جوړونې (Lobbying) څخه وروسته د افغانستان لومړی بانک د "د افغان ملی بانک" په نوم په ۱۹۳۹ کال کې تاسیس کړي.
وروسته بیا د لازموالي له مخې، د افغانستان مرکزي بانک (Central Bank) "د افغانستان بانک" په ۱۹۳۹ کال کې په کار پیل وکړ او افغانستان وکولای شول، څو خپل مالي، بانکي او اقتصادي نظام عصري کړي. په ۱۹۲۶ کال کې افغانۍ (AFA) په افغانستان کې د ملي پیسو په توګه معرفي شوې، چې له هغې مخکې روپیه د افغانستان د ملي پیسو په توګه استعمالیده. په افغانستان کې تر ۱۹۷۵ کال پورې ټول بانکونه دولتي وو او د بانکدارۍ کلتور دود نه وو. په ۱۹۸۱ کال کې یو ډالر له ۵۰ افغانیو سره تبادله کېده. په نويمه لسیزه کې، کله چې حکومت د مجاهدینو لاس ته پرېوته، دوی فکر وکړ، هر څومره چې ډېرې پیسې چاپ شي، د هېواد اقتصاد بهتره کېږي او په همدې دلیل افغانۍ تر هر وخت ډېر چاپ شول او حتی څو ډوله افغانۍ د جهادي قومندانانو په فرمایش چاپېدل، د مثال په ډول دوستمۍ افغانۍ هم بازار ته عرضه شول. هغه وخت افغانستان د روسیې سره د افغانیو د چاپ قرارداد درلود او کله چې طالبانو په کابل حمله وکړه، د روسیې سره هغه قرارداد فسخ شو. د طالبانو په دوره کې د مجاهدینو لخوا رامنځته شوې ستونزه چې د افغانیو ډېر چاپېدل او ارزښت يې څو برابره ټېډل وو دوام وکړ، څو بالاخره په ۲۰۰۲ کال کې نوي بانکنوټونه د حامد کرزي په رهبرۍ نوي رژیم کې چاپ شوې. د ۲۰۰۳ کال د اکتوبر په میاشت کې نوي بانکنوټونه د پخواني بانکنوټونو څخه د درې صفرونو په لرې کولو سره د (AFN) په پخواني نوم او د (ISO 4217) په کوډ سره چاپ شو، په افغانستان کې د استفادې وړ وګرځېد او افغانانو یو ځل بیا د ملي او ارزښتناکې کرنسۍ خاوندان شول.
په خواشینی سره باید ووایو چې د افغانستان حکومتونو هیڅکله هم اقتصاد ته هغومره پام نه دی اړولی څومره چې په کار دی او د هېواد اقتصاد همیشه د حکومتونو د نامعقول سیاستونو ښکار شوی دی. د رشتې خلاف د خلکو ګمارنه، په کلیدي اقتصادي بستونو کې د غیر مسلکي کسانو ځای پر ځای کول او د افغانیو د ارزښت خوندیتوب لپاره د غیرمعقول اقتصادي سیاستونو تطبیق لکه په ۱۹۶۰ کلونو کې افغانستان د بهرنیو اسعارو د لیلام سیاست له لارې د افغانیو ارزښت خوندي کاوه، بدبختانه نن په ۲۰۱۸ کال کې هم مرکزي بانک همدا نامعقول سیاست پرمخ وړي، چې له امله يې په بازار کې د افغانیو ارزښت په مصنوعي بڼه خوندي شوی. د نوي حکومت د رامنځته کېدو او د بن کنفرانس څخه وروسته د افغانۍ بحران څخه وتو لپاره دوه انتخابه د میز په سر کېښودل شول: لومړی انتخاب د درې صفرونو لرې کول وو او دوهم انتخاب په افغانستان کې د ډالرو څخه استفاده وه، چې اقتصادپوهانو او سیاستمدارانو لومړی انتخاب د درې صفرونو له منځه وړلو سره بازار ته د نوي افغانۍ معرفي کول غوره وګڼل، له هماغه پیله د درې صفرونو له منځه وړل د اقتصادي اصولو خلاف صورت ونیوه، خو هغه وخت همدا ښه انتخاب وو، ځکه چې له یوه لوري د افغانۍ ارزښت بیرته احیا کېده او له بله پلوه زمونږ کرنسي چې زمونږ هویت دی د افغانیو په نوم باقي پاتې شو.
په تیرو ۱۷ کلونو کې افغانۍ ارزښت په مصنوعي ډول خوندي شوی او د وخت په تېرېدو سره يې خپل ارزښت هم له لاسه ور کړی او ورځ تر بلې خپل ارزښت د نورو اسعارو په مقابل کې لا له لاسه ورکوي. په عمومي ډول په یو هېواد کې د اسعارو د ارزښت ټیټېدل د لاندې عواملو له امله وي: له اړتیا څخه د ډېرو پیسو چاپول، په دوامداره ډول بانکي استقراض، د حکومت د لګښتونو ډېرېدل، د سیاسي ثبات او امنیت نشتون، د اقتصادي شاخصونو نامطلوبتوب او نور. د افغانیو د ارزښت ټيټېډلو یو شمیر مهم لاملونه په لاندې ډول دي:
په بازار کې د افغانیو د ټیټ ارزښت یو بل اقتصادي عامل د سوداګرۍ او د تادیاتو په بیلانس کې د کسر موجودیت دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (ACCI) د سروې په بنسټ، مونږ ۹۶ سلنه واردات او ۴ سلنه صادرات لرو. باید ووایو چې صادراتو ته د وارداتو لوړه کچه د افغانیو د ټيټ ارزښت سبب ګرځېدلی. افغانستان ونه شو کولای چې د ۱۷ کلونو په اوږدو کې خپل کورنی اقتصاد خوندي کړي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، بلکې برعکس، د ازادې سوداګرۍ نړیوال سیاست (Free Trade International Policy) غوره کړ، چې له امله يې د افغانستان کورنی اقتصاد ته کلک زیان رسېږي. کله چې کوم سوداګر تیارشوي کالي(Finished Goods) افغانستان ته واردوي، مالیه یې نسبت هغو خام موادو(Raw Materials) ته کم وي، چې د تولید او پروسس لپاره افغانستان ته واردېږي. د دې ډول پالیسیو څخه څرګندېږي چې حکومت د ځان بسیاینې لپاره کلک هوډ نه لري او یا اقتصادي ثبات او پرمختګ د حکومت په لومړیتوب کې نه دی.