جرمنې کې تودخي د سيندونو اوبه ټېټې کړي او د دويمې جګړې پاتې وسلې راښکاره شوې دي

روهي (جمعه/۱۲ د زمري)، په ډېری اروپايي هېوادونو کې د تودخي درجه تر ۴۰ سنتي ګراد پورې رسېدلې ده، چې په ځينو سيمو کې يې انساني تلفات رامنځ ته کړي دي.

د مدیترانې د حوزې په هېوادونو لکه يونان، ايټاليا، پرتګال، جرمني او نورو کې ګرمې هوا د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، يو شمېر ځنګلونو اور اخېستی او حکومتونو يې خپلو خلکو ته د خونديتوب خبرداری ورکړی دی.

د جرمنې په ساکسن انهالت ايالت کې د سیندونو اوبه ټېټې شوې دي، چې له امله يې د دويمې نړيوالې جګړې ترمنځ کارول شوي او پاتې وسلې را برسېره کړې دي. حکومت خلکو ته ويلي، چې د دغه ډول وسلو د لېدو پر وخت پوليسو ته خبر ورکړي او له دغه وسلو لېرې پاتې شي.

د اوبه لاندې دغه پاتې شوي وسلې او تجهيزات تر اوسه سالم پاتې دي، پوليس او مسلکي ډلې يې د شنډولو په چارو بوخت دي.

د اقليم نړيوالې ادارې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د هوا د ګرمېدو او د تودخي درجې د لوړېدو خبر ورکوي او په دې برخه د پرمختللو هېوادونو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.