
روهي (جمعه/۱۲ د زمري)، د ايران په پلازمېنه تهران او لوی ښار اصفهان کې له تېرو درېيو ورځو لاريونونه روان دي او ولس له حکومت غواړي چې د اقتصادي بد وضعيت مخه ونېسي.
دغه لاريونونه په اصفهان ښار کې په تاوتريخوالي اوښتي، لاريون کوونکو او پوليسو په خپل منځ کې نښته کړې ده.
د اصفهان لاريون کوونکي د حکومت ضد شعارونه ورکوي، د ايراني ريال د بيې د ټېټدو، د خوراکي او نورو اړينو توکو د بيو د لوړېدو په اړه په حکومت نيوکه کوي او د ستونزو حل غواړي.
غوسه شوي لاريون کوونکي په پوليسو د لرګيو او کاڼو ګوزارونه کوي او پوليس هم د لاريون د کنټرول په موخه اوبلن او اوښکې بښونکی ګاز کاروي.
په ايران کې اقتصادي وضعيت هغه وخت له ستونزو سره مخ شو، چې امريکا د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي هوکړې ووتله او په دغه هېواد يې بنديزونه ولګول.