په برتانيا کې د سپورټي موټرونو جوړولو مشهوري کمپنۍ "اسټون مارټن" د ٥ ميليونه يورو په ارزښت ٣ برخې لرونکې الوتکه جوړه کړې ده، چې يوه برخه يې هوايي الوتکه، يوه يې بې پيلوټه الوتکه او يوه برخه يې هم الوتونکی موټر دی.
 
دا الوتکه چې کمپنۍ پرې "اسټون مارټن" نوم ايښی، برتانیا کې د الوتکو یو نندارتون کې نندارې ته وړاندي شوه او په ساعت کې ۳۶۰ کیلومتره مزل کولای شي، چې زیات بلل کیږي.
 
"اسټون مارټن" کمپنۍ په ١٩١٣م کال کې خپل فعاليت پيل کړی، چې اوسمهال ١٨٥٠ تنه مسلکي کارکوونکي لري.