هغه وسيله چې ۱۰۰۰۰ فوټه لوړ پرې الوتلای شئ

په دغه وسیله سره تاسې کولای شئ ۱۰۰۰۰ فوټه لوړ الوتنه وکړئ. اوسمهال دا وسیله د ۱۰ دقیقو لپاره الوتنه کولای شي او تېزوالی يې په ساعت کې شاوخوا ۹۰ مایلو ته رسېږي.
 
دغه وسيله يا (الوت-تخته) د «فرانکي زپاټا» لخوا «زپاټا» کمپنۍ په تېر ۲۰۱۷م کال کې جوړ کړې ده.
 
ياده وسيله اوسمهال په امريکا او برتانيا کې د يو شمېر ځانګړو کسانو لخوا کارول کيږي او په عام ډول د يادو هيوادونو په بازارونو کې نه پلورل کيږي.
 
زپاټا کمپنۍ وايي، د امريکا د پوځ سره په دې کار کوي، چې څه ډول بايد ياده الوت تخته وکارول شي.
 
ددې وسیلې بیه ۱۲۰۰۰ امريکايي ډالره ښودل شوې ده، خو تمه کيږي، چې د تولیداتو په زیاتېدو سره به یې بیه راکمه شي او د الوتنې وخت به يې هم اوږد شي.