
روهي (څلورنۍ/۱۰ د زمري)، ډنمارک تېره مۍ مياشت اعلان کړی وو، چې د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته به څوګ حق ونه لري، چې په عامو ځاينونو کې حجاب واغوندي.
حکومت او هلته سياسي ګوندونه وايي، چې حجاب اغوستل د يوې ډيموکراتيکې ټولنې د اصولو خلاف چاره ده او په دې سره ډنمارکيانو په ډلو وېشل کيږي.
سيکلور ګوندونه ادعا کوي، چې ټول ډنمارکيان بايد له يو او بل سره مساوي او هغه پولې له منځه یوړل شي، چې د دوی ترمنځ بيلتون رامنځ ته کوي.
حکومت سياسي ګوندونه له دې لارې هڅه کوي، چې هلته لږکي مسلمان اړ کړي، ترڅو د اسلامي احکامو اړوند نور حجاب ونه کړي. حکومت ګواښ کړی، چې که چېرې له دې وروسته کومې مسلمانې ميرمنې په عام محضر کې حجاب وکړ، نو نغدې جريمه به شي.
بيا له بلې خوا په دغه هېواد کې مسلمانې ميرمنې او نجونې ټينګار کوي، چې له خپلو اسلامي مقدساتو به شاته نه شي او په دې برخه کې به مدني مبارزه وکړي، ترڅو خپل حقوق تر لاسه کړي.
مسلمانې مدني فعالانې وايي، چې په رېښتنې دموکراسۍ کې دا د دوی حق دی چې هغه لباس واغوندي کوم يې چې خوښ وي او د حکومت پرېکړه د ځان په اړه بې انصافي يادوي.
له دغه مسلمانو ميرمنو سره يو شمېر غېرې مسلمانو ډنمارکي ميرمنو هم غږ پورته کړی او له حکومت يې غوښتنه کوله چې رېښتنې دموکراسي عملي کړي او د مسلمانانو پر وړاندې له دغه پرېکړه لاس په سر شي.