ننګرهار: د شهيد زړه ور زاهد په پولیسو اکاډمۍ د موټر بم بريد مخه ونيول شوه

روهي (څلورنۍ/۱۰مه د زمري)، د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې تېره ورځ د شهيد زړه ور زاهد پولیسو اکاډمۍ باندي د موټر بم بريد مخنيوی وشو.
 
د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې يو عراده کرولا ډوله موټر، چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک و او غوښتل يې، چې د شهيد زړه ور زاهد پولیسو په اکاډمۍ باندي موټر بم بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې موټر ونيول شو او چاودېدونکي توکي يې هم له منځه يوړل شول.
 
دغه موټر بم د مومندرې ولسوالۍ اړوند ۲۷مې ويالې سيمه کې درول شوی و او مخالفينو غوښتل، چې پرته له ځنډه يې د شهيد زړه ور زاهد پوليسو اکاډمۍ ته د بريد په موخه ورسوي؛ خو د مخالفينو له اقدام وړاندي امنيتي ځواکونو کشف او له منځه يوړ.
 
د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د امرباالمعروف غړی نيول شوی، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی او تر پوښتنو لاندي دی.