
زه داسې ورکه په غربت کې درنه لـيرې ښــــه يــــم
زړه ته نږدې خو په فـرقت کې درنه ليرې ښه يـــــم
زه دوطن نـه ســـتا د ژونــد نه ســتا دکلــي لــيرې
پنـــاه د مخې په هــجرت کې درنه ليــرې ښــه يــم
خــــوږه ګناه يـمـــه په غــاړه به دې څــه پـريــوځـم
د مات کچکول په سخاوت کې درنه لـيرې ښه يم
ولې مــې بــولې د شــاعــر د تخــيل زنــدان تــــــه
ستا د غــزل د درد لذت کې درنه ليــرې ښــه يـــــم
زه ماتـه ماتــه يــم لـمـبه يم دســــپرغو چــغه يــــــم
د ديــدنونو په الفـــت کـــې درنه لــيرې ښــــه يــــم