اټکل شوې، راتلونکي ۲۰۱۹ کې به سپوږمۍ کې د ټيليفوني خدماتو شبکه فعاله شي

د اټکل له مخې، به په راتلونکي ۲۰۱۹م کال کې په لومړي ځل سپوږمۍ کې د ټیلیفوني خدماتو یوه شبکه فعاله شي.
 
د نړۍ دوو مشهورو د ټکنالوژيکي خدماتو عرضه کوونکو ووډافون، نوکیا او يوې د موټر جوړونې اوډي کمپنيو ویلي، چې دوی به په ګډه ددغي شبکې د فعالېدو ماموریت پرمخ وړي.
 
جرمنۍ ووډافون کمپنۍ وایي، نوکیا کمپنۍ ته سپارښتنه کړې، چې د يادې شبکې لپاره يوه داسې وسیله ورغوي، چې لږ وزن ولري.
 
ووډافون او نوکيا دواړي کمپنۍ د جرمني په برلین ښار کې د یوې بلي کمپنۍ سره يوځای کار کوي، ترڅو دغه پروژه تکميل کړي.
 
يادې کمپنۍ په سپوږمۍ کې د ټیلیفوني خدماتو د شبکې د فعالیت خبره داسې مهال کوي، چې د امریکا د فضايي ادارې فضانوردان ۵۰ کاله وړاندې په لومړي ځل سپوږمۍ ته تللي وو.
 
د وړاندوينې له مخې، دغه وسیله به راتلونکي ۲۰۱۹م کال کې د امریکا له فلوريډا ایالت څخه په«SpaceX Falcon 9 Rocket» باندې سپوږمۍ ته ولېږل شي.
 
ددغي پروژې یو مسئول ویلي، دوی غواړي، چې سپوږمۍ کې د اوس لپاره د «4G» شبکه فعاله کړي، ځکه د «5G» شبکه اوسمهال په امتحاني دوره کې ده او تراوسه دا نه ده تائيد شوې، چې «5G» به سپوږمۍ کې کار وکړي، که يا!