ټرمپ: که حسن روحاني راسره ګوري نو تيار يم

روهي (درې نۍ/۹ د زمري)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ تېره ورځ د ايراني ولسمشر حسن روحاني سره د لېدنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې که هغه وغواړي نو دی تيار دی چې ورسره وګوري.

ټرمپ وايي، چې زما دغه لېدنې د زور او يا کمزورتيا په اساس نه ده، بلکې فکر کوم چې دا یوه غوره کړنه او په همدې اساس يې لېدو ته په هر وخت کې تيار يم.

ټرمپ وايي، چې له ايران سره مې اټومي هوکړه ځکه لغوه اعلان کړه، چې زمونږ له خوا ورسره شوې يوه احمقانه پرېکړه وه.

ايران د ټرمپ د دغه غوښتنې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي وو، چې اوس وخت نه دي، چې امريکا او ايران سره خبرې - اترې وکړي.