
روهي (درې نۍ/۹ د زمري)، وسله والو د سويلي فیلیپین په (باسېلن) نومي ټاپو کې د پوليسو يوې پوستې سره نېږدې موټربم ته چاودنه ورکړي ده، چې لس کسان يې په کې ووژل.
د فیلیپین دولتي رسنيو ويلي، چې په دغه چاودنه کې يو پوليس، څلور ملکي وګړي او پنځه ترهګر وژل شوي دي.
په فیلیپین کې پوځي چارواکو ويلي، چې موټربم هغه وخت چاودنه وکړه، چې پوليس ورته د ودرېدو وويل، خو موټرچلونکي د پوليس امر قبول نه کړ.
په دغه بريد کې د پورته وژل شويو ترڅنګ، د پنځو پوليسو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي هم دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دی اخېستی. خو چارواکي وايي، چې د دغه بريد تر شاه د ابو سياف په نوم وسله واله ډله لاس لري.