غم دې همدومره ښــه دی ډېر دې نه شي
رادې شي تير دې شي او هير دې نه شي
دوی خو ساده دي د ستم پــــــــه کار کې
ښکلي زمــــــوږ د کلـي شمير دې نه شي
لږ يې پــــــــــــــــــــه ورو ښکلوه!هغې وويل
زما دا ســــــــــــــــره اننګي تير دې نه شي
مــــــــوږه پــــه زړونو زغــــــــرې نه لرو نن
کاجل له سترګو نـــــــــه چاپير دې نه شي
طالبـــــــــه يار پسې يو څـــــــــــــــــــوک وليږه
عمر لـــه اوښکو ســــــــــــــره تير دې نه شي
طالب منګل
وروستي