بهرام قاسمي: په اوس وخت کې امريکا پر ايران بريد نه کوي

روهي (دوه نۍ/۸ د زمري)، د ايران د بهرنيو چارو وزير بهرام قاسمي وايي، چې په موجوده شرايطو کې امکان نه لري، چې د امريکا متحده ايالت پر ايران بريد وکړي.

نوموړي ويلي، چې په اوسني وضعيت کې د امريکا له خوا پر ايران د بريد شونتيا نشته او همدا ډول شونې ده چې امريکا او ايران له يو بل سره خبرې وکړي.

دغه ايران چارواکی وايي، چې امريکا د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي تړون څخه بهر شوه نو په دې اساس په دغه هېواد نور باور نه کيږي، ترڅو ډپلماټيکې خبرې ورسره وشي.

بهرام قاسمي دا منلي، چې امريکا هڅه کوي ترڅو پر ايران اقتصادي فشارونه راوړي او ايران له دې لارې مجبور کړي ترڅو خپلو موخو ته امريکا ورسيږي.

له دې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ او ايراني مشر حسن روحاني د رسنيو له لارې يو او بل ته ګواښونه ضد څرګندونې کړې وې.