
روهي (دوه نۍ/۸ د زمري)، د هندوستان په شپږو ايالتونو کې سخت بارانونه د سيلابونو لامل شوي چې نېږدې ۵۳۷ کسان يې وژلي دي.
دغه موسمي بارانونه د هندوستان په مهراشترا، کریلا، بنګال، ګجرات، اوتار پرادش او آسام ايالتونو کې شوې دي، چې له ځاني تلفاتوو سره يوځای يې مالي تلفات هم اړولي دي.
هندي چارواکي وايي، چې بيړنۍ مرستې يې پيل کړي او په ورکو کسانو پسې يې پلټنې شروع کړې دي. د ۵۳۷ وژلو شويو ترڅنګ ۱۳ کسان ورک دي او ۲۰۰ د استوګنې کوورونه ويجاړ شوي دي.
هندوستان د هر زيږديز کال د دويمې نيمس په پيل کې د سختو بارانونو شاهد وي، چې ګڼ ځاني او مالي تلفات او زيانونه رامنځ ته کوي.