
ژوند ډير سخت دی ! هاغه که د شاه دی او که د ګدا.
د هر ناسور خپل رنګ او درد وي!
خو پوښتنه داده چې ژوند څه شي او چا سخت کړی دی؟؟؟
تقدير يانې لوح محفوظ ؟
د مذهب ټيکدارانو؟
بې انصافه ټولنيز نظامونه؟
ظالم او جابر حاکمانو ؟
اقتدار او قانون؟
د عدالت نشتوالی؟
خلکو؟
شيطان؟
او که موږ خپله؟
خو زما په فکر هر يو خپل،خپل ځای ځايګی لري. چې ژونديې د آرام له دايرې ويستلی دی، او د سختۍ په پوړۍ يې درولی دی
نوکه دا پورته خبره سمه نه وي نو بيا خو دا سمه ده چې د ژوند بيخ يا بنياد کوږ ايښودل شوی، چې له امله يې هر کس ته د يو خوا نه يو خوا څخه تاوان رسيږي.
ځکه خو د يوه اړخ مشکل او ستونزې د بل اړخ لپاره ارام وي .... د دهقان مشکل د بادار لپاره ارام، د مظلوم مشکل د ظالم لپاره راحت ، د انسان مشکل د شيطان خوشالي وي.
تل د ژوند پوهان په فکر کې دا ي،ه پوښتنه ګرځي چې د ژوند تله ( ترازو ) څنګه او کله جوړه شوی ده او پدې تله کې تول، ترازو، انصاف او برابري وه کنه؟
چې د ژوند په اړه دغه پوښتنې ته څوک ځواب نشي ويلی،خو هر انسان او د د هرې ډلې او نظر اړخی ( طرفدار ) پکې د خپل ذهن او فکر په اندازه يو څه وايي او چوپ نه پاتې کيږي .
مولوی صيب پکې خپل منطق او دليل وړاندې کوي ، قانون پوه ورته د قانون د سترګيو ( عينکو) ګوري، سياستپوه پکې د خپل سياست له کتاب نه دلايل راوړې، فيلسوف پکې خپل خپله فلسفه وړاندې وروسته کوي او شاعر پکې د خپل خيال نيلې ځغلوي .
چې زياتره دا پورته دلايل د يو بل سره ټکر کوي او هر په دي پوهيږي چې اصل کيسه چېرته ده خو! بيا د يو بل منلو ته هم تيار نه دي. نو پايله بې اتفاقي راوځي. همدا موږ يو چې ژوندمو ناسور کړي او ځان نه مو د ژوند د رغونې طبيبان جوړ کړې او هر يو د ژوند پدې ناسور کې ګوتې وهو او ترې مو د پيشو پرار ( زخم ) جوړکړی، چې رغېدو او سمېدو ته يې نه پرېږدو او لاپسې شړيږي.
نو موږ خپله ژوند د سختۍ په پوړۍ درولی دی او سخت کړي مو دی!!!