نواز شريف له زندان څخه روغتون ته لېږدول شوی دی

روهي (دوه نۍ/۸ د زمري)، د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف په لاهور کې له زندان څخه پلازمېنه اسلام اباد ته درملنې په موخه روغتون وړل شوی دی.

د نواز شريف په اړ ويل شوي دي، چې د زړه ناروغي لري او پلويان يې غوښتنه کوي، چې حکومت يې باید درملنې په اړه جدي پاملرنه وکړي.

نواز شريف په لندن ک د زړه عمليات کړي او ډېری وخت يې هلته هم په روغتون او يا د ډاکټرانو تر څارنې لاندي تير کړي دی.

لومړی وزیر نواز شريف او د هغې لور مريم نواز هغه وخت د فساد په تور په لاهور کې ونېول شول، چې له لندن څخه خپل هېواد ته راغلل.

په پاکستان کې د احتساب محکمې په دوی د زندان او نغدې جريمې حکم کړي، خو نوموړی دغه پرېکړه د ځان پر وړاندې دسېسه يادوي.