
پداسې حال کې چې د لومړي ځل لپاره طالبانو او امریکایې چارواکو منلې ده، چې له امریکا سره یې په لوړه کچه د امریکا – افغان جګړې او په ځانګړې ډول د بهرنیو عسکرو د وتلو په سر مخامخ خبرې کړې دي. او دا مذاکرات د طالب استازو په خبره په یوه دوستانه فضاه کې تر سره شوی، له دي سره جوخت د معمول خلاف د سولې عالی شورا، ارګ او د ملي یوالي حکومت د اجرایه ریس ډاکتر عبدالله خوښې له دغو خبرو، هغه هیله بښونکې اعترافات دي چې د سولې اوسنې ولاړ او پڅ بهیر ته نوی ساه ورکولای شي.
د افغان سولې ولاړاو کنګل حالت مخېنه ښيې چې ترڅو د جګړې ښکېلي خواوی د خپل شتون او حساسیت په کچه د جګړې د ختمولو په لار کې خپل مسوولانه او واقعي کردار ادا نه کړي، پر واقعیتونو بحث ونه کړی او د خنډونو په لري کولو کې چې د بهرنیانو وتل یې بربنډه او ښکاره بېلګه ده نیغې خبرې ونشي، ممکنه نه ده چې د تمثیلي مانورنو له لاری روانه جګړه ختمه او سوله حتمۍ شي.
ځکه ، ټرمپ په لومړي سر کې هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له حضور سره مخالف و، خو د یو شمیر جګړه مارو سلاکارانو په ټینګار اړ شو، چې دلته خپل سرتېري نور هم ډېر کړي، وحشیانه بمباردونه وکړې او له حالاتو سره هغسې چارچلند یې غوره کړل کوم چې کټ مټ په ۲۰۰۱ کال کې د زوی بوش په وخت کې داچې ( طالب به یا مرې او یا به زېندان منې ) غوره کړې وو.
ولې اوس حالات خورا بدل شوی، نه امریکا د ۲۰۰۱ کال په څېر نړۍ د خپلي ناروا او وحشیانه جګړې په سر تېرایستلي شي، نه د افغان جغرافیه په محور سیاسي تحولات ایډیال دی او نه طالب اوس د خپل مقاومت له یو داسي انتخاب سره مخ ده چې امریکا به یې ورته ټاکي.
هغه چې د دي اداعا ښه مدعا د نشنل انټرسټ هغه تازه مقاله ده چې لیکي، ټرمپ په افغانستان کې سخته جګړه وکړه، خو اوس ښايي په دې لټه کې وي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. ورځپاڼه د سرچینې په خبره زیاتوی : امریکايي ډيپلوماتان اوس له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دي او دا په دې مانا ده، چې طالبان د جګړې په ډګر کې نه ماتېږي، بلکې د سیاسي مذاکراتو له لارې باید جګړه حل کړل شي.
ځکه د دوی په خبره چې افغان جګړه له نظامي لارو نه ګټل کېږي، نه به طالبان بریالي شي نه امریکا، خو د حل لار یې سیاسي خبرې او مذاکرات دي.
له دي سره که څه هم افغان حکومت درې مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو ته د بې قيد او شرطه سولې وړانديز وکړ، خو طالبانو دا وړانديز رد کړ، ولي اوس چې د طالبانو دا وړاندیز چې د دوی طرف امریکا دی او له هغوی سره د موجوده کښالۍ په سر خبري کوي، او هغوی هم د دوی دغه غوښتنه قطر ته د یو لوړپوړي سیاسي پلاوی په ورلیږلو سره عملا مني، اوس د داسې خبرو د پیل هیله کېدای شي چې سولې ته د رسېدو لپاره پرې حساب کېدلی شي. له همدې امله د دې خبرو ملاتړ تر څنګ چې څرګند او مهم ګامونه اوچت کړای شي او دغه ټکنې او د ولس له بی باورې او ناهیلۍ سره مخ بهیر یخونه مات او د کلونو انتظار پایته ورسیږی د جګړې افغان لوری هم باید د خپل خوا څخه فعال شي.
اصلي خبره، افغان اطرافو ته څه کول پکار دي؟
په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده. د دغې جګړې د ختمولو لپاره د سولې هلې ځلې هم، همدومره تاریخي دي، خو له بده مرغه د سولې دا هڅې تل ناکامې شوې او پیل شوې تپل شوې جګړه تر ننه راوغځېده. اوس داچې دغه جګړه تر دي زیاته اوږده او د افغان جغرافیي دهغه ارزښت او جذابیت له مخې چې ځارګریزو لوبغاړو ته یې په شرق او غرب کې د نویو لوبو د غځولو په درشل کې لري مونږ افغانانو او په خاص کرده د روان ناورین افغاني اطرافو دا دیني رسالت او ملي مسوولیت ده چې څنګه چې کولای شي روان ناورین ته د مشروع او عزتمندی لاری د پای ټکي کیږی نو باید دریغ یې نه کړي.
د بیلګې په توګه له امریکا سره د طالبانو خبری د جګړې د یو بهرني او پدغه جګړه کې د تر غاړي ډوب او ښکېل لوري په توګه تر هغه ځای چې د جګړې د علت بحث ده ګټورې، اړينۍ او باید د خنډ واقع کېدو پر ځای یې ولسي لوری او په خاص کرده حکومت ملاتړ وکړي، ورګډ شي او دا د یو ملي غوښتني په توګه د ولسي فشار په توګه یې ملاتړ وشي.
ولي کله چې د بهرنیانو له شتون، د هغوی له لاسوهني او وحشت څخه د سولې بحث افغاني کیږی نو طالبان باید د یو راڼه، ريښتونۍ او ډاډمن میکانیزم له لاری د جګړې د علتونو د ختم او بین الاافغاني خبرو حل لاره ومنې او پدي اړوند لکه څنګه چې یې د افغانستان د مختلفو ګوندونو له مشرانو او یو شمېر نورو مطرح سیاسي څېرو سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتوالۍ ښودلي او حتا د جنبش په څېرو هغو سره یې اړیکې هم نیولي له افغان حکومت سره باید خبری او عملا ً سر له اوسه یوې دوه اړخیزه ډیپلوماسي ته کار وکړي او پکې داخل شي.
د بیلګې په توګه د افغانستان داخلي مسایل، لکه دلته د حکومت ډول، د قانون څرنګوالی، د تېرو کلونو لاسته راوړنې، ټاکني، ټولنیزی ازادیګانې، د دوی د بندیانو خبرهراو ګڼ نور مسایل چې د سولې روانې هڅي له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شی باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ حل شي.
ځکه د بن ترخه تجارب چې په لوې لاس د اوسنې جګړې ټېکدارانو د یو ستر اکثریت د حذف لوبه وکړله او بیا یې د ( B52) او ناټو د سوټي په وحشت خپلي ناروا موخي تعقیب کړلي مونږ ته د دي زدکړه کوي چې د برخلیک ټاکلو یا رسېدلو پرمهال نه باید واړه او خام ګامونه واخلو، له لومړیتبونو سره ساده او له فرصتونو سره باید متکبرانه چلند وکړو.
د دې ترڅنګ د سولې کورني او بهرني دښمنانان هم نه غواړي چې دغه د ۲۰ پېړۍ اوږد کړکیچ دي په دومره اساني سره د افغانانو په نوښت او یووالي سره حل شي.
درنښت