ژغورنې ايتلاف افغانستان ژغوري که خلک له دوی ژغورل غواړي؟

تېره چهارشنبې د زمري په څلورمه نېټه په کابل کې «د افغانستان د ژغورنې لوی ملي ايتلاف» په نوم د حکومت د منتقدینو ايتلاف رسماً شتون اعلان کړ. په دغه ايتلاف کې د حکومت ضد هڅه څېرې راجمع شوي دي چې د همدې حکومت جز دي. پخواني ولسمشر حامدکرزي هم له ياد ايتلاف څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په خپله د ايتلاف مشر جنرال دوستم د همدې حکومت لومړی مرستيال دی چې په مقابل کې يې ايتلاف جوړ کړی دی. محمد محقق د اجرايه رياست دويم مرستيال دی، صلاح الدين رباني د همدې حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير دی، همدا ډول ډيری نور غړي يې هم د اوسني دولت برحاله غړي دي.
 
اوس پوښتنه دا ده چې د ژغورنې ايتلاف افغانستان ژغوري که خلک له دوی ژغورل غواړي؟
د دغه ايتلاف ډيری غړي له حکومت سره د شخصي عقدو له مخې د حکومت په مخالفت کې په دغه ايتلاف کې راټول شوي دي، په جنرال دوستم هم د ايشچي د جنسي ځورونې تور دی، په عطامحمد نور د حيرتان بندر کې د درغلۍ او د ناقانونه شتمنۍ درلودلو تور دی، په محمد محقق باندې هم سوريې جنګ ته د افغانانو د استولو تور دی، په همايون همايون د ملي ارشيف څخه د اسنادو د ويستلو تور دی، همداراز ويل کيږي پر حاجي ظاهر قدير او حميدزي لالي باندې هم تورونه شته دی. نو د ايتلاف غړي بايد د ولس پوښتنو ته ځواب ورکړي چې دوی افغانستان ژغوري او که خلک له دوی ژغورل غواړي؟
 
کرزي ولې د ايتلاف ملا وتړله؟
يو خو دا چې په ياد ايتلاف کې راټولې شوې اکثريت يې د کرزي د مداريتوب د پرې ملګري دي، لکه د کرزي په واکمنۍ کې عطامحمد نور د بلخ والي، محمد محقق په انتقالي دوره کې د کرزي د پلان وزير، رحمت الله نبيل د ملي امنيت عمومي رييس، انوارالحق احدي د ماليې وزير، اسمعيل خان د اوبو او برښنا وزير، يونس قانوني د کرزي لومړی مرستيال، همايون همايون د ولسي جرګې غړی، حاجي ظاهر او حميدزی لالی د ولسي جرګې غړي، دوی ټول د کرزي د پرې ملګري دي. اوس چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پورته ياد شوي کسانو ته يو ډول خطر معلوميږي نو ټول راټول او د کرزي تر چپنې لاندې راغونډ شول څو څنګه کولی شي د اشرف غني د تضعيف لپاره لاس په کار شی.
 
دويم دا چې کرزي له اشرف غني سره تر نن ورځې پورې له بوسو لاندې اوبه تېرولې. مخامخ له اشرف غني او د هيواد لپاره د اشرف غني له پلانونو يې ملاتړ کولو خو د پردې تر شاه د غني کلک مخالف و. له غني سره د کرزي د مخالفت لپاره هغه وخت په لاس ورغله کله چې د کندز په دشت ارچي کې په هوايې بريد کې د ملکيانو د وژلو ادعا وشوه. کرزي د ملکليانو د وژلو پلمې په ترلاسه کولو سره د اشرف غني کلک مخالفت شروع کړ.
 
بیا کله چې د لومړي ځل لپاره د اشرف غني په نوښت له وسله والو طالبانو سره اوربند وشو او ولس په پراخه کچه وستايلو نو د کرزي په نس کې بيا درد شو. کرزی د همداسې ورځې غوښتونکی و چې د اوسني حکومت په مخالفت کې څوک راپورته او کرزي ته د ګوزار موقع په لاس ورشي، هماغه و چې د ژغورنې ايتلاف سره يې غوږ وجنګولو او په ښکاره يې د اشرف غني مخالفت ته راودانګل.
 
څو پوښتنې چې کرزی او د ايتلاف غړي يې بايد ځواب کړي
لومړۍ پوښتنه: پخواني ولسمشر کرزي ويلي له دغه ايتلافه ځکه ملاتړ کوي چې په باور يې ورته ايتلافونه کولی شي چې د بهرنيانو له مداخلو او د افغانانو تر منځ د نفاق له اچولو مخنيوی وکړي. نو ولس له کرزي پوښتنه کوي چې يو څوک چې شخصي ګټې تر ملي ګټو لوړې ګڼي څنګه کولی شي چې د افغانانو تر منځ د اتفاق سبب او د بهرنيانو د مداخلو مخنيوی وکړي؟
 
دویمه پوښتنه: د دغه ايتلاف ډيری غړي له حکومت سره د شخصي عقدو له مخې د حکومت په مخالفت کې په دغه ايتلاف کې راټول شوي دي، په جنرال دوستم هم د ايشچي د جنسي ځورونې تور دی، په عطامحمد نور د حيرتان بندر کې د درغلۍ او د ناقانونه شتمنۍ درلودلو تور دی، په محمد محقق باندې هم سوريې جنګ ته د افغانانو د استولو تور دی، په همايون همايون د ملي ارشيف څخه د اسنادو د ايستلو تور دی، همداراز ويل کيږي پر حاجي ظاهر قدير او حميدزي لالي باندې هم تورونه شته دی. نو کرزی بايد ځواب ورکړي یو څوک چې په خپله په فساد تورن وي څنګه کولی شي چې د بهرنيانو له مداخلې مخنيوی وکړي او د نفاق مخه ونيسي؟
 
درېيمه پوښتنه: آیا حامد کرزی يا د ايتلاف نور غړي د دې ضمانت ورکولی شي چې ياد ايتلاف به لکه څنګه چې په خوله وايې همداسې يو موټی او راغونډ پاتې وي او نه به پاشل کیږي؟ ځکه ورته يو ايتلاف د تېرو ولسمشريزو ټاکنو څخه وړاندې هم موجود و چې بيا د ټاکنو پر مهال هر يو يې بېل او د خپلو شخصي مقصدونو په خاطر له بېل بېل ټاکنيز ټيم سره يو ځای شول.
 
څلورمه پوښتنه: ياد ايتلاف باور لري چې اوسنی افغان حکومت د ولايتونو او ولسواليو په سقوط او ناامنيو کې لاس لري، په داسې حال کې چې څه موده وړاندې په خپله د همدې ايتلاف برجسته غړي احمدضیا مسعود ويلي ول چې د شمال په ناامنينو کې طالب نه بلکې جمعیت او جنبش ګوند لاس لري. نو دوی چې له يوې خوا په خپله اعتراف کوي چې د ولايتونو په امنۍ کې لاس لري نو څنګه بیا په حکومت تور د ولايتونو د سقوط او قصدي ناامنۍ تور پورې کوي؟
 
پنځمه پوښتنه: د ژغورنې ايتلاف غړي ادعا کوي چې اشرف غني له وزيرانو صلاحيتونه اخيستي دي او واک يې انحصار کړی دی، نو خلک د کرزي په ګډون د ايتلاف له غړو پوښتنه کوي چې که رښتيا هم اشرف غني واک انحصار کړی وي او وزيرانو څخه يې صلاحيت اخيستی وي نو بيا ولې صلاح الدين رباني ځان له څوکۍ پورې کلک تړلی دی او ولې اشرف غني نه توانيږي چې رباني له څوکۍ ليرې کړي؟
 
شپږمه پوښتنه: په ټوله کې د دغه ایتلاف غړي په حکومت د ناکامۍ، فساد، فقر رامنځته کولو او ناامنۍ زياتولو تور پورې کوي نو که رښتيا هم حکومت دومره فاسد وي او د ايتلاف غړي د ولس په خاطر له حکومته شکايت کوي نو بيا ولې له خپلو حکومتي او دولتي څوکيو استعفا نه کوي.