هند د عمران په مشرۍ د پاکستان نوې واکمنۍ ته هيلې لري

روهي (يوه نۍ/۷ د زمري)، هند حکومت هيله ښوودلې ده، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت په سويلي اسيا کې د متقابلو همکاريو او امنيت په برخه کې کار وکړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې هيله لري ترڅو د پاکستان نوی اداره به په سويلي اسيا کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رېښتنې وي.

هندوستان له لسيزو راهيسې له پاکستان سره د کمشير پر سره ستونزه لري او هم دا ډول ادعا کوي، چې د دغه هېواد حکومت او استخبارات او پوځ د ترهګرو ډلو ملاتړ او روزنه کوي.

عمران له ټاکنو څو ورځې وروسته وویل، چې هڅه به وکړي ترڅو له افغانستان او هند سره شې اړيکې ولري او ډېری ستونزې به سره حل کړي.