د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان پر دوو تېل وړونکو بیړیو برید کړی

روهي (نۍ/۶ د زمری)، د سعودي عربستان د چارواکو په وينا چې په يمن کې حوثي یاغیانو د دغه هېواد پر دوو تېل وړونکو بیړیو برید کړي او مالي زيان ورته اړولی دی.

د سعودي عربستان د انرژي وزیر خالد الفالیع ويلي، چې په دغه بريد کې په ترڅ کې یې یوه تېل وړونکی بیړی ته لږ زیان رسیدلی دی.

نوموړي رسنيو ته ويلي، چې له دغه بريد وروسته سعودي حکومت د يو لنډ وخت لپاره له باب المندیب تنګي څخه د تېلو صادارت درولي دي.

په يمن کې د حوثي وسله والو له خوا د سعودي د تيلو وړونکو بيړيو باندي دغه بريد افغان حکومت غندلی او يو تروريستي عمل يې بللی.