سپومۍ او کابل (نظم)

پوره لس بجې د شپې دي
ګډوډ نری نری شمال لګیږي

په بالکن کې د تېز ګروپ رڼاته ناست یم
څوتیت کتابونه ,چپترونه دي او زه یم

په کوڅه کې کله کله یو موټرپه تیزۍ تیرشي
او د سپیو غپ غپا ورسره مله وي

ښکلې ښکاري دکابل څراغان غیږه
راپه یاد شي دکابل تیاره وختونه

ما له ځان سره کلونه شاته یوسي
په اسمان کې سپوږمۍ مسکه ده ځلیږي

په فیسبوک کې یې خپاره دي تصویرونه
دسکون چوپه فضا ده
کابل کټ کټ په خندا ده

خوشحال خان
د خسوف شپه