
روهي (نۍ/۶ د زمري)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين خپل امريکايي سيال دونالډ ټرمپ ته د مسکو د ورتګ بلنه ورکړې ده.
پوتين په سويلي افريقا کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د روسيې او امريکا د اړيکو په اړه خبرې په ټليفون نه کيږي، بايد له نېږدې سره وګورو.
پوتين ويلي، چې ټرمپ هم د خبرو او ناستو په اړه ورته له تياري ويلي او دی هم تيار دی ترڅو له خپل امريکايي سيال سره وګوري او له نېږدې سره خبرې وکړي.
د روسيې ولسمشر وايي، چې ولسمشر ټرمپ سره به يې خبرې په دوه اړخيزو اړيکو، د ايران په اټمي مسايلو او د نورو اروپايي هېوادونو په اړه وي.
د پوتين د دغه څرګندونو په اړه د سپينې ماڼۍ وياندې سارا ساندرز ويلي، چې ولسمشر ټرمپ تيار دی چې له ځپل روسيي سيال سره په واشنګټن کې وګوري خو که د خبرو رسمي بلنه ورکړل شي، نو مسکو ته به هم ورشي.
له دې وړاندې دواړو ولسمشرانو د فنلنډ په پلازمېنه کې سره ليدلي وو.