يو کال وروسته انټرنېټ 5G کيږي، چې سرعت به يې د اوسني انټرنېټ څخه ۱۰ - ۲۰ ځلې زيات وي

روهي (جمعه/۵ د زمري)، ساينس پوهان وايي، چې د راتلونکي د ۲۰۱۹ ز کال په لومړي کې به د نړۍ يو شمېر هېوادونه د 5G انټرنېټ څخه برخمن شي.

دغه انټرنېټ به د اوسني 4G او 3G انټرنېټ د سرعت څخه ۱۰ او يا ۲۰ ځلې ډېر سرعت ولري او کولی به شي، چې په لوړ کيفيت سره وېډيو پورته او ښکته کړي. په دې برخه کې پوهان وايي، چې 5G انټرنېټ به د 4G انټرنېټ يو ډېر تېز او لوړ ډول وي.

د پنځم نسل يا Fifth-Generation - 5G پر مټ به رابرټونه وکولی شي، چې په اسانۍ سره د خبرو کولو وړتيا پيدا کړي او ډېری هغه کړنې چې د انټرنېټ د کمزورتيا له امله اوس ناشونې دي، په 5G سره به شونې شي.

د يادونې وړ ده، چې 5G انټرنېټ به په لومړيو کې په پرمختلو هېوادونو لکه امريکا، جاپان او اروپايي هېوادونو کې ګټې اخېستنې ته وړاندې شي، چې وروسته به د افغانستان غوندي د درېيمې نړۍ هېوادونه هم ورڅخه برخمن شي.