وړاندوينه: په افغانستان کې به سبا شپه ۱۲:۵۱ دقیقې خسوف يا سپوږمۍ نېونه ولېدل شي

روهي (جمعه/۵ د زمري)، ټاکل شوې ده چې سبا شپه په افغانستان، ختیځي اروپا، منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې د سپوږمۍ تندر نېونه ولېدل شي.

د افغانستان په وخت به دغه خسوف يا سپوږمۍ نېونه سبا شپه ۱۲:۵۱ ولېدل شي. وړاندوينه شوې ده، چې دا ځل سپوږمۍ نېونه به يو ساعت او ۴۳ دقيقې وي، چې د روانې پيړۍ ترټولو اوږده سپوږمۍ نېونه ګڼل شو،ې ده.

له سپوږمۍ نېونې يا خسوف څخه موخه د سپوږمۍ هغه حالت دی، چې د ځمکې څخه به د سپوږمۍ رنګ سور ښکاري.

د ساينس اړوند ويل کيږي چې سپوږمۍ نېونه هغه وخت رامنځ ته کيږي، چې سپوږمۍ او ځمکه په یوه مدار کې واقع شي او د ځمکې سيوری په سپوږمۍ لويږي، خو په د اسلاي عقيدې اړوند ويل کيږي، چې د ځمکې پر مخ د انسانانو د ناوړه کړنو او ګناهونو له امله سپوږمۍ ته سزا ورکولي کيږي.