د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د عمران خان ګوند بريالی اعلان کړ

روهي (جمعه/۵ د زمري)، د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند بريالی اعلان کړ، خو نوموړی به اړ وي، چې د لوموړي وزير د چوکۍ لپاره له بل سياسي ګوند سره ائتلاف وکړي.

د عمران خان تحريک انصاف ګوند وکولی شول، چې د ۲۶۹ پارلماني چوکيو څخه ۱۱۵ چوکۍ خپلې کړي خو د حکومت بڼه به يې ائتلافي وي.

په دغه ټاکنو کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلم ليګ نواز ګوند ۶۳ چوکۍ خپلې کړې دي او دويم ځاي يې اخېستی دی.

د پاکستان د ۲۰۱۸ ز کال په پارلماني ټاکنو کې مذهبي ګوندونو ډېرې کمې چوکۍ خپلې کړې دي او د ټاکنو پايلې نه مني. د مذهبي ګوندونو په شمول يو شمېر نورو مخکښو ګوندونو هم دغه ټاکنې بايکاټ کړې دي.