
روهي (جمعه/۵ د زمري)، د اريان قدس پوځ مشر جنرال قاسم سلیماني امريکا ته خبرداری ورکی دی، چې که امريکا د ايران پر وړاندې جکړه پيل کړي، نو ايران به دغه جګړه پای ته ورته ورسوي.
دغه ايراني جنرال ګواښ کړی، چې د ايران پر وړاندې د امريکا جګړه به دا پايله ورکړي، هر هغه څه چې امريکا يې لري له لاسه به يې ورکړي.
جنرال قاسم سلیماني ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې ويلي، چې د ايران د ولسمشر حسن روحاني پر ځای له ده سره بايد خبرې وکړي، ځکه دی پوځي دی او دغه ډول خبرو ته به ځواب ورکوي.
د ايران د سپاه پاسدران ډلې د قدس پوځ مشر دا ګواښونه او خبرداري وروسته له هغه ورکوي، چې تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ ايراني ولسمشر حسن روحاني ته په يو ټوېټ کې وويل، چې د امريکا پر وړاندې ګواښونه مه کوه ځکه امريکا داسې کړنې نه شي زغملی.