
روهي (جمعه/۵ د زمري)، په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعيت اسلام او نورو مذهبي ګوندونو په ټاکنو يا د تمې وړ څوکۍ نه دي تر لاسه کړي او يا يې هم د نورو سياسي ګوندونو پر وړاندې ماته خوړلې ده. دوی د ټاکنو له پايلو سره بايکاټ اعلان کړی.
د جمعيت اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ يوې خبرې ناستې ته وويل، چې دغه ټاکنې ورته د منلو وړړ نه دي او بايد چې لغوه اعلان شي.
د مولانا فضل الرحمان په اړه ويل کيږي، چې ګوند يې په دو ټاکنيزو حوزو کې برخه اخېستې وه، چې دواړه يې د عمران پر وړاندې له لاسه ورکړي دي.
د پاکستان په ټاکنو کې د نواز شريف د مسلم ليک ن او بوټو د خلکو ګوندونو څخه هم د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند وړاندې دی او تمه ده چې عمران خان به د پاکستان د لومړي وزير په توګه وټاکل شي.